امریکا او اروپا د سوریې پرضد اقتصادي ترهګرۍ ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93816-امریکا_او_اروپا_د_سوریې_پرضد_اقتصادي_ترهګرۍ_ته_دوام_ورکوي
تسنیم خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار جعفري پرون وویل د امریکا حکومت او اروپايي اتحادیه د ظالمانه اقداماتو د اعمالولو له لارې د سوریې پرضد هماغه راز اقتصادي ترهګرۍ ته دوام ورکوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2020 02:59 Asia/Kabul
  • امریکا او اروپا د سوریې پرضد اقتصادي ترهګرۍ ته دوام ورکوي

تسنیم خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د سوریې دائمي استازي بشار جعفري پرون وویل د امریکا حکومت او اروپايي اتحادیه د ظالمانه اقداماتو د اعمالولو له لارې د سوریې پرضد هماغه راز اقتصادي ترهګرۍ ته دوام ورکوي .

هغه د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې د سوریې پرضد د لویدیځو هیوادونو د غیر قانوني بایکاټونو په غندلو سره وویل امریکا او اروپايي اتحادیه د سوریې پرضد د بندیز په لګولو سره د دغه هیواد د خلکو لپاره د مشکلاتو د رامینځته کولو او د سوریې د بیا رغونې او خپل هیواد ته د سوریې د کډوالو د راستنیدا د مخه د نیولو د هڅه کوي .

امریکا او اروپايي اتحادیې په تیرو کلونو کښې په ځلونو له ترهګرو د ملاتړ لپاره د سوریې پرضد بایکاټونه لګولي دي .

په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ میلادي کال راهسې د سعودي عربستان ، امریکا او د دوې  د متحدانو د ملاتړ وړ ترهګرو په پراخ یرغل سره د صهیونیسټ رژیم په ګټه د معادلاتو د بدلولو لپاره پیل شوی دی .

سوریه د مقاومت د چورلیز د یوه (۱) اصلي غړي په توګه په سیمه کښې د سعودي عربستان ، د صهیونیسټ رژیم او د امریکا له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسي رول لري .