د فرانسې ځوانانو ته داسلامی انقلاب د معظم لارښود پيغام
ولې په هولوکاسټ کې شک حرام دی ؟ او که څوک په دې اړه لیکنې وکړي ، باید زندان ته ولاړ شي ، خو د خداي د پیغمبر سپکاوی آزاد دی ؟
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او دمسلمانانو ولی امر د فرانسې ځوانانوته په یوه پيغام کې له دوي غوښتي دي ،له خپل ولسمشره وپوښتئ ولې د خداي پيغمبر ته له سپکاوي ملاتړ کوي او دا د بیان آزادي ګڼي ؟
حضرت آیت ا.. العظمي سید علی خامنه اي بیګا د فرانسې ځوانانو ته د خطاب په یوه پیغام کې روښانه کړې ده ، آیا د بیان د آزادۍ معنا دا ده ؛سپکاوی او بد رد وئيل ،، هغه هم سپيڅلي او ځلانده شخصّیتونو ته ؟ آیا دا احمقانه کار ، د هغه ملت دشعور سپکاوی نه دی چې دی ( ماکرون ) ئې پخپلې ولسمشرۍ ټاکلی دی ؟
د اسلامی انقلاب معظم لارښود او دمسلمانانو ولی امر د فرانسې له ځوانانو په یوې بلې پوښتنې کې ټينګار کړی، ولې په هولوکاسټ کې شک حرام دی ؟ او که څوک په دې اړه لیکنې وکړي ، باید زندان ته ولاړ شي ، خو د خداي د پیغمبر سپکاوی آزاد دی ؟
د اسلام دګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په شان کې د ګستاخو کارټونونو په تائيد کې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون څرګندونې په درستې نړۍ کې د مسلمانانو غوسه راپارولې ده . د اسلام دګران پیغمبر په شان کې ګستاخي ،په فرانسې کې په کرتو د بیان د آ زادۍ په نامې سره تکرار شوي ده .
د فرانسې پشمول ځيني لویدیځي هیوادونه دبیان د آزادۍ او ډيموکراسۍ په چوکاټ کې خپل سیاست اوسیاسی ګټې پر مخ بیائي . په لویدیځ کې له اسلامه د ویرولو پروژه په داسې حال کې دفرانسې له خوا په داسې حال کې تعقیبیږي چې د اسلام پاک دین د رحمت ، سولې ، ورورولۍ او دوستۍ دین دی .
د اسلام ګران پیغمبر (ص) د مسلمانانو دوحدت ټکی او او حتی د نورو الهي دینونو داحترام وړ پيغمبر دی . له بیلابیلو الهي دینونونو ته د احترام په سترګه کتل ، په خلکو کې د محبت ، سولې او دباؤر جوړونې اساس دی .
په هردین او مذهب کې افراط پالنه محکومه ده ، خو باید دغه شان خوځښت د فرانسې د چارواکو د سیاسی ګټو دپرمخ بیولو په خدمت کې یو آوزار او اړم نشي . دبیان او عقیدې د آزادۍ په پلمه د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې د فرانسې د ولسمشر سپکاوي ،ددفاع وړ نه دی او د بیلابیلو دینونو د پيروکارو ترمینځ له سولې او رغنده ګډ ژوند سره هیڅ مرسته نه کوي .
په همدې زمینې کې په عراق او نړۍکې دکلداني کلیسا سترپادري مارلویئس رافائل ساکو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګار کړی دی ، درست دینونه باید دمینې ،سولې او په خلکو کې د ملګرتیا او باؤر جوړونې سرچینه شي او نه دا چې نفرت ،تاؤتریخوالی او کرکه دود کړي .
د مسلمانانو په وړاندې د فرانسې د ولسمشر چلند دهیڅ یوه دین دتائيد وړ نه دی او حتی په نړۍ کې د اندیښنې د رامینځةکیدا لامل کیږي .د بیان له آزادۍ څخه په استفادې کې د ماکرون دوه ګوڼوالی او دوه مخیتوب هغه هم د فرانسې د ولسمشر په توګه ، د هغه ملت بې احترامي ده چې دۀ ته ئې رایه ورکړې ، ځکه د بیان آزادي د نورو دینونو ته دسپکاوي په معنا نه ده ..
جالب ټکی دا چې د اسلام د ګران پیغمبر(ص) په شان کې د سپکو کارټونونو په خپرولو کې د شارلي ابدو خپرونې له سپیر اقدامه د فرانسې د ولسمشر دفاع په داسې حال کې د ه چې که دفرانسې په همدغې ټولنې کې یو کس د هولوکاسټ په څير د ځینو تاریخي موضوعګانو په باب کوم شک وکړي ،نو محاکمه به شي .
دلویدیځ په ټولنې په تیره بیا په فرانسې کې دغه دوه مخیتوب ، یو عجیبه کړچار دی او دهمدغه سیاست په سیوري کې ځيني لویدیځي هیوادونو د اسلامی نړۍ په وړاندې خپله سټراټژي تعریف کړې ده چې له اسلامه ویرونه ئې یو ثابت کړچار ګرځیدلی دی .