د ترکیې دوه چارواکي په کرونا اخته شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93906-د_ترکیې_دوه_چارواکي_په_کرونا_اخته_شول
د ترکیې د ولسمشر ویاند او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر په کرونا وایرس ککړ شوې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 01, 2020 04:19 Asia/Kabul
  • د ترکیې دوه چارواکي په کرونا اخته شول

د ترکیې د ولسمشر ویاند او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر په کرونا وایرس ککړ شوې دي

د ترکیې د ولسمشر ویاند ابراهیم کالین او هم داشان د دغه هیواد داخله وزیر سلیمان سویلو په کرونا وایرس د خپلې ککړتیا د خبر په تاییدولو سره وویل چې د درملنې بهیر یې پیل کړی دی.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د ده کورنۍ هم په کورونا ناروغۍ اخته شوې ده.

ابراهیم کالین د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي دي: د کرونا د درملنې وروستیو پړاونو ته رسیدلې یم. البته دا یې ونه ویل چې له څومره مودې نه په دغې ناروغۍ اخته دی.

سلیمان سویلو هم پرون ویلي چې تیره جمعه یې میرمنه او لور په کرونا د ککړیدو له امله په روغتون کښې داخل کړې شوې دي.

د ویلو ده چې په دې وروستیو څو ورځو کښې په ترکیې کښې په کرونا وایرس د خلکو د ککړیدو او له امله یې د مړینې بهیر یوځل بیا زیات شوی دی.

د دغه هیواد لخوا د وروستیو خپرو شویو رسمي احصائیو له مخې تراوسه ۳ لکه ۷۵ زره او ۳۶۷ کسان په کرونا اخته شوې دي چې په کښې ۱۰ زره او ۲۵۲ کسانو سرونه بایللي دي.

د ترکیې حکومت د کرونا د مخنیوي په لړ کښې د احتیاطي تابیاؤ د ماتونکو لپاره سختې جرمانې په نظر کښې نیولې دي.