د ایران په ضد دې بندیزونه سملاسي ختم کړئ شي
۷۷ډله + چین په یو سل شپږ دیرشو غړو هیوادونو سره ، په ملګروملتو کې یوه تر ټولو ستره او قدرتمنه ډله شمیرل کیږي . دایران اسلامی جمهوریت هم د ۷۷ډلې غړی هیواد دی .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، د چین او ۷۷ډلې خارجه وزیرانو د غونډې په پایزې اعلامیې کې چې پرون ناوخته خپره شوي ، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد یو اړخیز اقتصادي بندیزونه پکې مردود بلل شوي او ددغو بندیزونو دسملاسي لغوه کولو غوښتنه ئې کړې ده .
د چین او ۷۷ډلې دغړو هیوادونو خارجه وزیرانوپه دغه ویډیوئی ویبینار کې همدرااز دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې پر ساتلو او ورڅخه په ملاتړ ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، نړیواله ایټمی موافقه د نړیوالو بحرانونو او مسئلو د حل لپاره یوه پیاوړي څواړخیزه بریالۍ موافقه ده .
۷۷ډله + چین په یو سل شپږ دیرشو غړو هیوادونو سره ، په ملګروملتو کې یوه تر ټولو ستره او قدرتمنه ډله شمیرل کیږي . دایران اسلامی جمهوریت هم د ۷۷ډلې غړی هیواد دی .
په وروستیو میاشتو کې په ایران او دنړۍ په کابو درستو هیوادونو کې د کرونا ویروس په خوریدا پسې زیاتره نړیوالو چارواکو او هیوادونو د ایران په ضد دامریکا دغیرقانوني اویواړخیزو بندیزونو دلغوه کولو غوښتنې کړي ، خو دا د سپينې ماڼۍ چارواکي دي ، چې په کرغیړن کړچار سره هماغه راز خپلو غیر انساني او غیر اصولي بندیزونو ته دوام ورکړی او هماغه راز دغه غیر قانوني اقدامات بیا هم لاپسې سختوي .