ترکیه د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94323-ترکیه_د_افغانستان_د_سولې_د_بهیر_ملاتړ_کوي
ټي ار ټي خبري اژانس راپور ورکړی د ترکیې د پارلمان مشر مصطفی شنتوپ وویل مونږ له طالبانو ډلې سره د افغانستان د سولې د خبرو د بهیر ملاتړ کوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2020 10:12 Asia/Kabul
  • ترکیه د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي

ټي ار ټي خبري اژانس راپور ورکړی د ترکیې د پارلمان مشر مصطفی شنتوپ وویل مونږ له طالبانو ډلې سره د افغانستان د سولې د خبرو د بهیر ملاتړ کوو .

د ترکیې د پارلمان مشر مصطفی شنتوپ په انکارا کښې د افغانستان د ملي روغې د جوړې د لوړې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې وویل له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو اترو د څرنګوالي بهیر ډیر اهمیت لري او د ترکیې پارلمان دغه کار تعقیبوي .

هغه وویل په افغانستان کښې جنګ باید پاې ته ورسیږي چې د هیواد خلک په ارامښت او ثبات کښې ژوند وکړي .

د ترکیې د پارلمان مشر مصطفی شنتوپ دغه راز د افغانستان او د خپل هیواد اړیکې تاریخي او د ګډو ارزښتونو پراساس وبللې .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د ترکیې له پارلمان څخه وغوښتل چې په افغانستان کښې د سولې له بهیر څخه خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړي .

په افغانستان کښې د جنګونو د ختمولو لپاره د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت خبرې اترې د سپتمبر د میاشتې له دولسمې (۱۲) نیټې راهسې په قطر کښې  پیل شوي خو له بده مرغه د ځینو لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا په لاسوهنې سره دواړه لوري نه دي توانیدلي کومې موافقې ته ورسیږي .