ترکیې له داعش سره د مبارزې ادعا وکړه
ټي ار ټي خبري اژانس وايي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوریې کښې د خپل هیواد د پوځي شتون په توجیه کولو سره ادعا وکړه انکاره د ناټو یوازنی غړی هیواد دی چې په سوریې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره جنګیږي .
هغه په ریاض کښې د شل ډلې د مشرانو په ویډیو کانفرنس کښې د وسله والو کرد ډلو د له مینځه وړلو لپاره د سوریې په خاوره کښې له پوځي شتون څخه د ترکیې د نیت په هکله خپلو پخوانیو څرګندونو ته له اشارې پرته ادعا وکړه انکارا په سوریې کښې له داعش او ترهګرۍ سره په مبارزې کښې جدي ده .
په سوریې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مبارزې په هکله د ترکیې ادعا په داسې حال کښې ده چې له دغه تکفیري ترهګرې ډلې سره په مقابلې کښې د ترکیې ستراتيژۍ دوه ګوڼه ده ځکه چې ترکیې له دې مخکې د عراق او د سوریې د قانوني او د جایزو حکومتونو د نسکورولو لپاره د دغو دوو(۲) هیوادونو په جنګونو کښې د داعش ډلې په ملاتړ کولو سره د دغه ډلې ژوبل کسان په خپل هیواد کښې معالجه کول .
د سوریې خلک او دغه راز نړیواله ټولنه د سوریې په شمال او شمال ختیځ باندې د ترکیې د پوځ تیري په کلکه غندي .
ترکیه په عراق ، سوریې ، لیبیا ، قفقاز او نورو ډیرو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي او ورسره پوځي او استخباراتي مرسته کونکي ده .