د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسوپه خدمت کې دی،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کړو ،نو ترپایه راسره ملګرتیا وکړئ .
دا هم د تهران ورځپاڼو په سر کې کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلی دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي او دفاعي پوهې غوره پوه او سائنسدان خداي بخښلي ډاکټر محسن فخري زاده د جنازې د دستورو په وخت چې د تهران په امامزاده صالح زیارت کې خاورو ته پرون سپارل شوی ، پوځي قوماندانانو ټينګار کړی ،قاتلانو او جنایتکارو ته د سختې سزا ورکولو وخت لیرې نه دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د ایران د قضایه قوې مشر قاضي ابراهیم ریئسي وئيلي دي ،د ایران زغم ته د بللو لپاره د لویدیځوالو سپارښتنه ترهه ګرو ته دشنې اشارې په معنا ده .
په افغانستان کې د چارواکو دترور تازه څپه راپورته شوې او د دغه هیوادپه بادغیس او هرات ولایتونو کې د پوځ دوه لوړپوړي قومانانان ترور شوي دي.
په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر یو ځل بیا دفلسطین له دریځونو د اسلام اباد د حکومت پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او وئيلي ئې دي ،له فلسطینه ملاتړ د اسلام اباد دبهرني سیاست نه بدلیدونکی اصل دی . داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په کرتو د صهیونیسټي رژيم په ضد دریځونه غوره کړي او د فلسطین د مقاومت او ملت ملاتړ ئې کړ ی دی .
د چین د خارجه وزارت ویندوي ژاؤ لي چیان په افغانستان کې د آستریلیائي عسکرو د جنایتونو یو عکس خپور کړی ، چې د انسان وینه نړۍ په جوش کې راولي ،یو داسې عکس چې ښئ یو آسټریلیائي ټوپک په لاس کې پوځي په مُسکا سره د یوه افغان بچي پر مرئ چاقو یا چاړه کیښودلې ده .
دملګروملتو رپورټر په خپل وروستي راپور کې وئيلي دي ،په نیجریه کې د بوکو حرام ترهه ګرو د څه دپاسه یوسل لس کروندګر او کب نیونکي په بوږنونکي ډول وژلي دي ، چې په دوي کې ئې له دیرشو کسانو په بې دردۍ سره سرونه غوڅ کړي دي .
دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ملګروملتو د انسان دوستۍ د چارو غږملونکي دفتر په همداوروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې خبرې سره چې د یمن جنګ څه دپاسه دوه لکه کسان قرباني کړي دي ،ټينګار کړی ، په دغه ناانډوله جنګ کې د ښځو او ماشومانو په نښه کول هیڅکله هم د توجیه وړ نه دي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د امریکا جنجالي او په وروستیو انتخاباتو کې ناکام شوي ولسمشر ډونالډترمپ یو ځل بیا د انتخاباتو د نتیجو له منلو په جوته توګه په انکار سره وئيلي دي ،په شوو انتخاباتو کې د درغلۍ د ثابتولو لپار خپله یو سل پنځه ویشت فی صدي انرزۍ څخه استفاده کوم . داپه د اسې حال کې دي چې د امریکا په وروستیو انتخاباتو کې بریالي ولسمشر جوزف بایډن د ټرمپ وروستیو کرغیړنو څرګندونو او ګډو ډو خبرو ته په پام سره هغه ګواښلی چې که د واکوالۍ په سپارلو کې کومه ستونزه رامینځّة کړي ، نو حتما به عدالت ته وکاږل شي .
د لبنان د المرایا خپرونې مسئول چلونکي قادي بودیه ټينګار کړی ، د ایران دایټمي ساینسدان او دفاعي پوه ډاکټر محسن فخري زاده په ترور کې امریکا او صهیونیسټ دواړه لاس لري او دوي باید ددغه جنایت پایلې هم ومني .
د روسیې د کوویډ -۱۹ډوله ناروغۍ یه هماغه د کرونا ویروس ضده واکسن تولیدونکي کمپنۍ مشرانو وئيلي دي ، د هندوستان :هترو شرکت: د دغه واکسن څه دپاسه سل میلیون ډوز تولیدوي .
په جینوا کې د افغانستان سره د مرستو په اړه د ملګروملتو ، فنلینډ او افغانستان په کوربتوب په شوي کنفرانس کې شوي ژمنې نهیلي کونکي دي او داسې بریښي د هماغه تیر په شان بیا د افغانستان حکومت او ولس یوازې د مالي مرستو په ظاهري ژمنو غولول کیږي .
دا هم د تهران چاپ قدس ورځپاڼه ده چې ئې لیکلی دي ،د صهیونیسټ رژيم رسندویو وئيلي دي ،سعودي عربستان د صهیونیسټي الوتکو ته اجازت ورکړی ، څو متحده عربی اماراتو ته په خپلو الوتونو کې دې دعربستان له هوائي حریمه استفاده وکړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د چین یو شمیر څيړاندو پخپلو وروستیو څرګندونو کې د کرونا ویروس پراخه خوریدا د هند او پاکستان په غاړه اچولې او دواړه هیوادونه ئې د کرونا ئي پروټوکولونو په نه رعایتولو تورن کړي دي او په دغه شان کرغیړن کار سره ئې ځانونه له هغو تورونو چې راپورونه ښئ ، د چین ووهان ښار نړۍ ته د کروناویروس د ډالۍ کولو مرکز دی ، بّري بریښوي .
په مالی هیواد کې د القاعدې ډلې ترهه ګرو ددغه هیواد په کیدل میناکا او جاؤ کې د فرانسې پر پوځي مرکزونو توغندوي بریدونه کړي دي چې وئيل کیږي زیاتې مرګ ژوبلې ئې هم اړولي ، البته فرانسوي پوځي چارواکو په دې اړه څه نه دي وئيلي .
دعربی نړۍ یوه شناندي او لیکوال حسن هاني زاده په یوې شننې کې وئيلي دي د امریکا د جنجالي ولسمشر ډونالډټرمپ په تلو سره به د دوو نړیوالو شخصیتونو په وړاندې ډيره تنګڅه راشي چې په هغوي کې یو د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو او دوهم هم د سعودي عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان راتلونکی تورتم ښکاري او دا احتمال هم شته چې وئيل کیږي ، ممکنه ده په راتلونکي کال کې محمد بن سلمان د عربستان له ولی عهدۍ لاس ووینځي .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په داسې حال کې د افغان امنیتی مامورانو او وسلوالو طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلو ټپلو ترمینځ اخ وډب زیات شوی او د عامو خلکو وینې بهیدا زیاته شوې ده چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې له شوي موافقې او همداراز د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ له کیدونکو بین الافغاني خبرواترو د افغانستان ولس او سیاستوالان نهیلي شوي او وائي چې دغه شان موافقې د بهرنیانو له خوا پر افغان ولس او حکومت یوه بله تپونکي دسیسه ده .
= اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځینو نننیو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو او باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو د سولې په موضوعګانو په تیره بیا په دې اړه د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د وروستي دریځ او د کابل ښار د ککړې هوا په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.
مسير ورځپاڼې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ته په اشارې سره لیکي، چې اشرف غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.
په سرمقاله کې راغلي،د جینیواغونډې وړاندې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو پلاوي د سولې د خبرو په ایجنډا توافق ته رسېدلي وو او په ټیټه کچه لاسلیک هم شوی و،چې یوه کاپي یې د قطر حکومت ته سپارل شوې وه.
سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي،له دې وروسته د افغان حکومت پلاوی کابل ته راغی او ولسمشر غني له دې هوکړې سره مخالفت وکړ.
د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر غني ټینګار کوي، چې طالبان دې اساسي قانون او لاس ته را وړنې ومني او له سولې وروسته دې په ټاکنو کې برخه واخلي.
د لیکوال په اند له ارګ سره دا ډول شرطونه یوه وړه ډله هم نه مني او دا شرطونه له سولې سره ښکاره مخالفت دی.البته تراوسه ارګ په دې اړه څه نه دي ویلي.
= هشت صبح ورځپاڼې لیکلي له لومړني توافق وروسته د ولسمشر غني مخالفت د افغان پلاوي په مینځ کې درز رامینځته کړی دی.
په سرمقاله کې راغلي د پلاوي ځینې غړي د سیاسي هوکړې له مخې د سولې واک د ملي مصالحې عالي شورا بولي او ټینګار یې داده چې ښاغلی غني د مشورې او څار صلاحیت لري، خو د پلاوي یو شمېر نور غړي بیا د سولې بهیر بشپړ واک د ښاغلي غني صلاحیت ګڼي.
په سرمقاله کې راغلي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل نېغ په نېغه د سولې له پرمختګونو سره تړلی دی، نو د ورځپاڼې په باور په کار ده، چې ژر تر ژره د سولې پر وړاندې پراته خنډونه یوې خواته شي.
= اطلاعات روز ورځپاڼې بیا د کابل ښار د ککړې هوا په اړه تبصره کړې ده.
په سرمقاله کې راغلي، د کابل هوا ډېره ککړه شوې ده، چې بېلابېلې تنفسي ناروغۍ یې رامینځته کړې.
وړاندې په سرمقاله کې راغلي تېر کال حکومت د هوا د ککړتیا د مخنیوي یو کمېسیون جوړ کړ، خو د اطلاعات روز په وینا تراوسه یې په دې برخه کې هیڅ هم نه دي کړي.
په سرمقاله کې یادونه شوې، دغه کمېسیون یوازې د یو څو اپارتمانونو فلترې بدلې کړي او بس.
لیکوال ټینکار کوي د ککړې هوا د مخنیوي لپاره لازمه ده چې په کابل ښار د برېښنا ستونزه هواره شي، دغه شان کابل ښاریان هم باید ځان د خوندیتوب په موخه د ډبرو سکرو پرځای له ګیس او نورو کم لوګیه سونګ توکو کار واخلي.