نولسو هیوادونو د امریکا بندیزونه وغندل
فارس خبري اژانس وايي د ملګروملتونو نولس (۱۹) غړیو هیوادونو په یوې (۱) بیانیې کښې د یواړخیزه بایکاټونو د غندلو په ترڅ کښې چې له کورونا ویروس د مبارزې په بهیر یې منفي اغیز اچولی دی په ټولو هیوادونو غږ وکړ د زور ویونکو اقداماتو له غوره کولو ډډه وکړي .
په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي او سفیر کاظم غریب ابادي د کیوبا د و نیزویلا او د ایران په نوښت او د نړۍ د څه د پاسته اته دیرشو (۳۸) هیوادونو په ګډون سره د کورونا په چوکاټ کښې د یواړخیزه زور ویونکو اقداماتو د سیمینار ترسره کیدا ته په اشارې سره چې د ویډیو کانفرنس له لارې وشو وویل په دغه غونډې کښې د شپاړسو (۱۶) هیوادونو سفیرانو او استازیو او دغه راز ځانګړي راپورټر د یواړخیزه زور ویونکو اقدماتو او له بشري حقوقو په ګټه پورته کولو د هغوې په اغیزونو او دغه راز د ملګروملتونو د جنوب جنوب د ملګرتیاو د مرکز مشر ویناګانې وکړې .
غریب ابادي زیاته کړه د سیمینیار ویناوالو د امریکا یواړخیزه بایکاټونه او غیر قانوني اقدامات وغندل او د کورونا ویروس له کبله په اوسنیو شرایطو کښې د دغو بندیزونو د لغو کولو غوښتنه یې وکړه .
د سیمینار په پاې کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د روسیې د چین د جنوبي افریقا د پاکستان د نیکارا ګوا و د کیوبا د وینیزویلا د میانمار د سوریې د نامیبیا د فلسطین د بیلاروس د شمالي کوریا ، زیمباوې د بولیویا د اریټریا استازیو په ګډې خبر پاڼې کښې له کورونا ویروس سره د مبارزې او په دغه ویروس د غلبې لپاره د تر ټولو قوي وسلې په توګه د نړیوالې ملګرتیا او د نړیوال پیوستون ضرورت ته په اشارې سره ټينګار وکړ هیوادونه باید له زور ویونکو اقداماتو چې د هغوې د بشري حقوقو د ژمنو ماتول دي ډډه وکړي .