ټرمپ د امریکا تر ټولو خطرناک ولسمشر دی
Dec 02, 2020 01:31 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ورمونټ ایالت سناتور بیرني سینډرز په سپینه ماڼۍ کښې دیره ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد د تاریخ ترټولو خطرناک ولسمشر وباله .
هغه په امریکا کښې د کورونا ویروس خپریدا ته د ولسمشر ټرمپ په بې پامۍ باندې نیوکې سره هغه د هیواد په تاریخ کښې تر ټولو خطرناک ولسمشر وباله .
سینډرز وویل په امریکا کښې کورونا ویروس په زیاتیدا دی او په راتلونکو میاشتو کښې به نور هم زیات شي او ولسمشر ټرمپ په همدغه وخت کښې په لسګونو میلیونوه ډالر د جمهوریت د کمزوري کولو لپاره جمع کړي دي او خپلو پلویانو ته وايي چې په انتخاباتو کښې درغلۍ شوي ده او ولسمشر د امریکا ترټولو خطرناک ولسمشر دي .
ټیګونه