ډونالډ ټرمپ د جمهوریت د تباه کولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94606-ډونالډ_ټرمپ_د_جمهوریت_د_تباه_کولو_هڅه_کوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا خپلواکه سناتور برني سینډرز ټینګار وکړ ولسمشر د ډیموکراسۍ د له مینځه وړلو هڅه کوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2020 02:29 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ د جمهوریت د  تباه کولو هڅه کوي

زمونږ خبریال وايي د امریکا خپلواکه سناتور برني سینډرز ټینګار وکړ ولسمشر د ډیموکراسۍ د له مینځه وړلو هڅه کوي .

هغه په دې خبرې سره چې د امریکا ولسمشر په هیواد کښې د ډیموکراسۍ د تباه کولو کوشش کوي وویل د ولسمشر ټرمپ لخوا انتخابات له ګواښ او ویرې سره مخ شوي دي .

برني سینډرز وویل ریپبلیکن ګوند د امریکا د ولسمشر ټرمپ په لاس کښې په یوې(۱) فرقې بدل شوی دی .

هغه وویل مونږ د اقتصاد د تباه کیدا کتونکي یوو او د امریکا په میلیونو خلکو د خوراکي شیانو د برابرولو لپاره له مشکل سره مخ دي او په میلیونونو خلکو د درملنې بیمې له لاسه روکړي او بې روزګاره شوي دي .

د امریکا دغه سناتور وویل مونږ په هیواد کښې په شتمنۍ او عاید کښې د سختې نابرابرۍ کتونکي یوو .