امریکادې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي
د امریکا د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د جوبایدن په بریالیتوب سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او د روغتیانړیوالې ادارې پشمول هغو درستو نړیوالو تړونونو او موافقو ته چې ټرمپ ورځيني امریکا څنډې ته کړې وه ، دامریکا دبیرته ګرځیدا احتمال مطرح شوی څو امریکا خپل نړیوال اعتبار او باؤر بیرته ترلاسه کړائ شي .
زمونږخبریال راپور راکړ د امریکا د کانګرس دبهرنیو چارو دکمیټې نوي مشر ګرګوري میکس په یوې اعلامیې کې دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په نامې سره د ایران ایټمي موافقې او دغه راز د نړیوالې روغتیائي ادارې ته د واشنګټن د بیرته ګرځیدا غوښتنه کړې ده .
ګرګوري میکس وئیلي دي نوی حکومت باید په لومړي ګام کې خارجه وزارت ورغوي ، ډيپلوماسي باید دچارو په مرکز کې د بهرني سیاست د پرمخت بیولو لومړنی آوزار شي ، نه دا چې په پيل کې کوم پوځي اقدام وشي او وروسته وغواړو د ډيپلوماسۍ له لارې د شخړې په حل پسې شو .