د امریکا خارجه وزیر بیا دروغ وویل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94628-د_امریکا_خارجه_وزیر_بیا_دروغ_وویل
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو ادعا وکړه چې ایران د بایکاټونو د کمیدا لپاره خبرو اترو ته بیرته ورستنیدا ته لیواله دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 05, 2020 06:00 Asia/Kabul
  • د امریکا خارجه وزیر بیا دروغ وویل

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو ادعا وکړه چې ایران د بایکاټونو د کمیدا لپاره خبرو اترو ته بیرته ورستنیدا ته لیواله دی .

هغه پرون د منامې د خبرو اترو په غونډې کښې په وینا کښې ادعا وکړه ایران په ناهیلۍ سره د بایکاټونو د  کمیدا په هدف سره خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا لپاره د یوشمیر اشارو  د ورکولو په حال کښې دی .

پمپئو د خپلو ادعاګانو په دوام کښې  وویل ایران باید له خپلو ورانکارو کړچارو واټن واخلي او د یوه(۱) طبیعي هیواد په توګه  چلند وکړي .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د منتخب ولسمشر جوبایډن له حکومت څخه وغوښتل د ایران په وړاندې غلیمانه سیاستونه غوره کړي .

له امریکا سره د خبرو میز ته د کیناستلو لپاره د ایران د هڅې په هکله د خارجه وزیر مایک پمپئو ادعا په داسې حال کښې ده چې خارجه وزیر جواد ظریف مخکی ویلي وو که چیرې امریکا  د اټومي تړون په تائیدولو کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک اجرا کړي د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرو ته ضرورت نشته او تهران به هم د اټومي موافقې په چوکاټ کښې خپلې ژمنې ترسره کړي .