د امریکا دفاع وزارت د جوبایډن له ټیم سره ملګرتیا کوي
بلومبرګ خبري سایټ راپور ورکړ د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان سرپرست کریسټوفر سي میلر (Christopher C. Miller) د منتخب ولسمشر جوبایډن د واک له انتقال ټیم سره د دغه وزارت د ملګرتیا کولو خبر ورکړ .
هغه وویل د امریکا دفاع وزارت پینټاګان د منتخب ولسمشر جوبایډن د قدرت له انتقال ټیم سره په بشپړه ډول ملګرتیا کوي .
د امریکا د دفاع وزارت پینټاګان سرپرست کریسټوفر سي میلر په یوې(۱) خبر پاڼه کښې وویل دفاع وزارت د قدرت د انتقال عادي بهیر تعقیبوي او د جوبایډن ټیم ته یې اجازه ورکړي ده چې پټو سندونو په شمول زرګونو سندونو ته لاسرسی ولري .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په تیرې جمعې ورځ راپور ورکړی و د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منتخب ولسمشر جوبایډن د واک د انتقال ټیم ته اجازه نه ده ورکړي چې د ملي امنیت ادارې او د دفاعي استخباراتي ادارې په شمول د دفاع وزارت پینټاګان تر کنټرول لاندې د جاسوسۍ ادارو له چارواکو سره کتنه وکړي .