د امریکا د ولسمشر پلویانو په مخالفانو ډزې وکړې
رشیاټوډې ټيلي ویژن راپور ورکړ د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلویانو په واشنګټن ایالت کښې د هغه د مخالفانو په غوڼډې برید وکړ او ډزې یې هم وکړې .
د واشنګټن ایالت په مرکز اولمپیا ښار کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مخالفانو او د موافقانو په اعتراضیه غونډې کښې د ټرمپ ملاتړو په مخالفانو باندې د کوتکو بریدونه وکړل او ډزې یې هم وکړې .
د امریکا د ولسمشر ډونالډټرمپ ملاتړو دغه راز د هغه یوشمیر مخالفان ووهل .
د واشنګټن ایالت د کانګرس په وړاندې د ولسمشر ټرمپ د مخالفانو او د ملاتړو اعتراضیه غونډه د تاوتریخوالي او د نښتې سبب شوه .
د امریکا په بیلابیلو ښارونو کښې د ولسمشر ټرمپ د پلویانو اعتراضیه غونډې په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د رسنیو د اټکلونو پراساس د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې چې د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه شوي دي د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د درې سوه شپږ(۳۰۶) الیکټرول کالج رایو په ترلاسه کولو سره انتخابات ګټلي دي .
په دغو انتخاباتو کښې اوسني ولسمشر ټرمپ یوازې دوه سوه دوه دیرش (۲۳۲) الیکټرول رایې ترلاسه کړي دي .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ د ماتي له منلو ډډه کړي ده او د هغه څه پرضد یې چې په انتخاباتو کښې یې درغلۍ او خلاف ورزۍ بللي ده په څو ایالتونو کښې شکایتونه کړي دي خو په څو ایالتونو کښې دغه شکایتونه رد شوي دي .