ملګروملتونو د افغانستان په قضايي نظام نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94732-ملګروملتونو_د_افغانستان_په_قضايي_نظام_نیوکه_وکړه
صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما(UNAMA) د ښځو او د انجلیو لپاره د عدالت په تامینولو کښې د افغانستان په قضايي نظام نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2020 02:12 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د افغانستان په قضايي نظام نیوکه وکړه

صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د نمایندګۍ دفتر یوناما(UNAMA) د ښځو او د انجلیو لپاره د عدالت په تامینولو کښې د افغانستان په قضايي نظام نیوکه وکړه .

یوناما د افغانستان د میرمنو د حالت په ارتباط په یوه(۱) راپور کښې عدالت ته د ښځو د لاسرسي د چارې د ښه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل د افغانستان قضايي نظام د تاوتریخجنو جرمونو په وړاندې د افغانستان د میرمنو او د انجلیو لپاره د عدالت په تامینولو کښې ناکامه دی .

په افغانستان کښې د ملګروملتونو نمایندګۍ له دوه زره لسم (۲۰۱۰) میلادي کال راهسې په دغه هیواد کښې د ښځو او د انجلیو پرضد د تاوتریخوالي پیښې ثبت کړي دي او په دې هکله د افغانستان د حکومت په هڅو نظارت هم کوي .