ترکیه په سوریې کښې د امریکا او اروپا ملاتړ لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94787-ترکیه_په_سوریې_کښې_د_امریکا_او_اروپا_ملاتړ_لري
فارس خبري اژانس راپور ورکړ د داعش پرضد تش په نامه ائتلاف کښې د امریکا ځانګړي استازي جیمز جیفرې (James Jeffrey) وویل ترکیه په سوریې کښې د پوځي شتون لپاره د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه برخوره ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2020 09:03 Asia/Kabul
  • ترکیه په سوریې کښې د امریکا او اروپا ملاتړ لري

فارس خبري اژانس راپور ورکړ د داعش پرضد تش په نامه ائتلاف کښې د امریکا ځانګړي استازي جیمز جیفرې (James Jeffrey) وویل ترکیه په سوریې کښې د پوځي شتون لپاره د لویدیځو هیوادونو له ملاتړ څخه برخوره ده .

د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو پخواني استازي او د داعش پرضد د تش په نامه ائتلاف کښې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي جیمز جیفرې له« الشرق الاوسط» ورځپاڼې سره په مرکه کښې وویل چې امریکا او اروپا په سوریې کښې د ترکیې د نیواکګرۍ ملاتړ کوي .

هغه ادعا وکړه زه ډاډمن یم چې ترکیه د امریکا او د اروپايي اتحادیې او د ناټو تړون په ملاتړ سره اجازه نه ورکوي چې سوریه زر ادلب ولایت ته ورستنه شي .

جیمز جیفرې وویل د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن سپارښتنه کړي ده چې په سوریې کښې د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سیاستونو ته دوام ورکړي .

ترکیې له کرد کارګرانوګوند پي کی کي سره د مقابلې لپاره د سوریې ځینې سیمې نیولي دي او هلته له ترهګرو سره مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې هم کوي .

ترکیه دغه راز په سوریې او عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې د ژوبلو کسانو درملنه هم په خپل هیواد کښې کوي .