چین د جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94891-چین_د_جنګي_جنایتکارانو_د_محاکمې_غوښتنه_وکړه
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د چین د دائمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د امنیت شورا په غونډې کښې وویل هغه ټول خارجي ځواکونه چې افغانستان کښې یې جنګي جنایتونه کړي دي باید محاکمه شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2020 12:31 Asia/Kabul
  • چین د جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه

فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د چین د دائمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د امنیت شورا په غونډې کښې وویل هغه ټول خارجي ځواکونه چې افغانستان کښې یې جنګي جنایتونه کړي دي باید محاکمه شي .

هغه وویل د افغانستان راتلونکی نظام باید د دغه هیواد د ټولو قومونو او د ټولو لورو په ګډون سره جوړ شي .

په ملګروملتونو کښې د چین د دائمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ په دوام کښې د افغانستان د سولې خبرو اته په اشارې سره وویل نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو د ارادې احترام وکړي او د هغوې لپاره د خبرو اترو لاره هواره کړي .

د چین دغه ډيپلوماټ په دې خبرې ټینګار سره چې په افغانستان کښې هیڅ خارجي ځواکونه حق نلري د دغه هیواد په خلکو خپله اراده وروتپي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په مسولانه ډول د وتلو غوښتنه وکړه .

ګنګ شوانګ دغه راز سیاسي حل لاره د افغانستان د جنګ دختمیدا لپاره ترټولوښه لاره وبلله .