چین د جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه وکړه
فارس خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د چین د دائمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د امنیت شورا په غونډې کښې وویل هغه ټول خارجي ځواکونه چې افغانستان کښې یې جنګي جنایتونه کړي دي باید محاکمه شي .
هغه وویل د افغانستان راتلونکی نظام باید د دغه هیواد د ټولو قومونو او د ټولو لورو په ګډون سره جوړ شي .
په ملګروملتونو کښې د چین د دائمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ په دوام کښې د افغانستان د سولې خبرو اته په اشارې سره وویل نړیواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو د ارادې احترام وکړي او د هغوې لپاره د خبرو اترو لاره هواره کړي .
د چین دغه ډيپلوماټ په دې خبرې ټینګار سره چې په افغانستان کښې هیڅ خارجي ځواکونه حق نلري د دغه هیواد په خلکو خپله اراده وروتپي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په مسولانه ډول د وتلو غوښتنه وکړه .
ګنګ شوانګ دغه راز سیاسي حل لاره د افغانستان د جنګ دختمیدا لپاره ترټولوښه لاره وبلله .