په اتیوپیا کې ۱۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي
Dec 24, 2020 04:01 Asia/Kabul
د اتیوپیا پر لوېدیځو سیمو باندې د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي او په لسګونو ټپیان شوي دي.
د اتیوپیا د بشري حقوقو کمیشنري اعلان وکړ چي په دغه هیواد کې د ګومز ولایت پر بولین سیمه باندې د وسله والو د برید د امله ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغه راپور پر بنیاد، وسله والو د شپې پر مهال کله چي خلګ وېده وه دغه برید تر سره کړي او د خلګو کورونو ته یې اور اچولی دی.
په وروستیو اوونیو کې د اتیوپیا فوځ او د تیګرای د بیلتون پالو تر مینځ نښتې زیاتي شوي دي.
د اتیوپیا لومړي وزیر د نوومبر میاشتي پر ۴ باندې د تیګرای پر بیلتون پالو باندې د برید امر وکړ چي د امله یې دغه هیواد د ناامنیو د یوې لویي څپې سره مخ شوی دی.
ټیګونه