نړۍ کښې اتیا میلیونه خلک په کورونا ککړ شوي
ایرنا خبري اژانس د ورلډومیټر(worldometers) په نوم د شمیرنې د اینټرنیټ سایټ چې په کورونا ویروس د ککړو کسانو نوي شمیرنې شیبه په شیبه خپروي قول وویل په ټوله دنیا کښې د کورونا ویروس له کبله یو(۱) میلیون او اوه لکه درې پنځوس زره او اوه سوه نهه نوی کسان مړه شوي دي .
د دغه راپور پراساس په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په امریکا کښې چې د کورونا ترټولو زیات ککړ او وژل شوي کسان لري یولک درې نوي زره او دیرش نور کسان په دغه ناروغۍ ککړ شوي دي او دوه زره او اته سوه پینځه دیرش نور مړه شوي هم دي .
په امریکا کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر نولس (۱۹)میلیونه او یولک یولس زره او درې سوه شپږویشت تنه دی او د دغه ویروس له کبله تراوسه درې لکه اوه دیرش زره نور امریکایان مړه شوي هم دي .
له امریکا وروسته هندوستان ، برازیل ، روسیه ، فرانسه او انګلستان له ترتیب سره سم د کورونا ترټولو زیات ناروغان لري .