د جرمنی په پلازمینه کې ډزي شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95029-د_جرمنی_په_پلازمینه_کې_ډزي_شوې
د جرمني پولیس اعلان وکړ چي په برلین کې د ډزو د امله ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2020 08:53 Asia/Kabul
  • د جرمنی په پلازمینه کې ډزي شوې

د جرمني پولیس اعلان وکړ چي په برلین کې د ډزو د امله ۴ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور سره سم، د جرمني د پولیسو چارواکو اعلان وکړ چي نن د دې هیواد په پلازمینه برلین کې د ډزو د امله ۴ تنه ژوبل شوي دي.

د راپور سره سم، د جرمنی د سوسیال ډیموکراټ ګونډ دفتر ته څېرمه ډزي شوي دي، پولیس وایي چی د یاد برید په تړاو پلتنې رواني دي خو تر دې دمه د دغو ډزو د سیاسي ارادې په اړه کومي نښې نه دي لیدل شوي.

اوس مهال پولیس د کروزبرګ په سیمه کې ځای پر ځای شوي دي او په سیمه کې د پولیسو الوتکې هوایي ګښتونه پیل کړي دي.