کشمیر کښې ۷۵ کسان ونیوې شول
Dec 27, 2020 07:46 Asia/Kabul
د هندوستان حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې یوشمیر سیاسي فعالان او مشران ونیول.
د هندوستان حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کښې یوشمیر سیاسي فعالان او مشران ونیول.
د هندوستان پولیسو او چارواکو پرون ویلي چې په ځايي انتخاباتو کښې د کشمیر د سیاسي ګوندونو د یو ائتلاف له بریالیتوب وروسته د هندوستان حکومت د سیاسي ناکراریو د مخنیوي په موخه لږترلږه ۷۵ سیاسي فعالان او مشران نیولې دي.
د سیمه ایزې شورا ترسره شوي انتخابات، تیر کال د نریندر مودي د حکومت له خوا د مسلمانانو د اکثریت لرونکې جمو او کشمیر سیمې د خودمختارۍ له لغوه کیدو وروسته وړومبني انتخابات دي. د نوي ډیلي حکومت له هغه وروسته د اعتراضونو او تاوتریخوالو د مخنیوي لپاره مخالفان ځپلي او سلګونه کسان یې ونیول
ټیګونه