بریتانیا کښې د کورونا ناروغانو شمیر زیات شوی
ایرنا خبري اژانس وايي په بریتانیا کښې روغتونونو ته په کورونا ویروس د ککړو کسانو د ورتلو په زیاتیدا سره د کورونا ناروغۍ د واکسین د عملیاتو د اوږدیدا په هکله اندیښنې زیاتې شوي دي .
د نویو خپرو شویو شمیرنو پراساس په بریتانیا کښې روغتونونو ته د خلکو د ورتلو په زیاتیدا سره اټکل کیږي چې په راتلونکو اونیو کښې په هیواد کښې حالات لا پسې خراب شي .
د دسمبر د میاشتې په دوه ویشتمه (۲۲) نیټه د خپرو شویو شمیرنو پراساس د بریتانیا روغتونونو ته څه د پاسه یویشت زره او دوه سوه شپږاتیا ()۲۱۲۸۶د کورونا ناروغان ورغلي وو .
په ټول انګلستان کښې د کورونا واکسینونو وهل د دسمبر د میاشتې په اتمه (۸) نیټه پیل شوي دي او حکومت هیله من دی چې د راتلونکي کال تر ووړي پورې د هیواد شپږ شپیته (۶۶) میلیونه خلکو ته واکسینونه ووهل شي .
د بریتانیا حکومت د کورونا د نوي ویروس چې زر نور خلکو ته خپریږي د پټ ساتلو په هکله له نیوکو سره مخامخ دی .
په انګلستان کښې تراوسه دوه میلیونه او درې کله نهویشت زره او اوه سوه دیرش کسان په کورونا ویروس ککړ شوي دي او یواویا زره او یوسل نهه کسان مړه شوي هم دي .