ټرامپ ځان نه شي معاف کولای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95324-ټرامپ_ځان_نه_شي_معاف_کولای
د کنګرس مشرې اعلان وکړ چي ټرامپ د خپلو غیرقانوني اقداماتو په خاطر نه شي کولای د ځان د بخښلو لپاره د ولسمشرۍ له معافیت څخه کار واخلي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 11, 2021 13:55 Asia/Kabul
  • ټرامپ ځان نه شي معاف کولای

د کنګرس مشرې اعلان وکړ چي ټرامپ د خپلو غیرقانوني اقداماتو په خاطر نه شي کولای د ځان د بخښلو لپاره د ولسمشرۍ له معافیت څخه کار واخلي.

نانسي پلوسي چي په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د ټرامپ د استیضاح دوسیه پرانیستې ده د (سي بي اس) خبري چېنل ته وویل: د اساسي قانون سره سم ټرامپ کولای شي ځان معاف کړي خو نه د هغو جرمونو لپاره چي د قانون د کمزوري کېدو سبب ګرځېدلی دی.

هغې زیاته کړه: ټرامپ یوازې د فډرل جرمونو څخه ځان عفو کولای شي خو د ایالتي قوانینو له جرمونو ځان نه شي عفو کولای، په دې خاطر د نیویورک په ایالت کې به یې دوسیه پرانیستل شي.

پلوسي تر دې مخکې هم د کنګرس استازو ته د لیکونو په استولو سره د دوشنبې د ورځې لپاره د ټرامپ د استیضاح موضوع یې مطرح کړې وه.

دا په داسي حال کې دی چي د قانون سره سم د امریکا ولسمشر کولای شي مجرمانو ته عفوه وکړي، خو اوس ټرامپ غواړي له دې قانون څخه په استفادې ځان او خپل اولادونه او نږدې ملګري عفوه کړي تر څو تر ولسمشری وروسته د قانوني تعقیبوني سره مخامخ نه شي.