د امریکې ۵۰ ایالتونو کښې بيړنے حالت اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95426-د_امریکې_۵۰_ایالتونو_کښې_بيړنے_حالت_اعلان_شو
د امریکې کلیفورنیا، پنسیلوانیا، میشیګن، ویرجینیا، واشنګټن او ویسکانسن هغه ایالتونه دي چې خپل ملي ګارد یې فعال کړی او ټکساس ایالت خپلې پولې سر له ننه د لوړې د مراسمو تر پای ته رسېدو پورې تړلې دي.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Jan 18, 2021 07:53 Asia/Kabul
  • د امریکې ۵۰ ایالتونو کښې بيړنے حالت اعلان شو

د امریکې کلیفورنیا، پنسیلوانیا، میشیګن، ویرجینیا، واشنګټن او ویسکانسن هغه ایالتونه دي چې خپل ملي ګارد یې فعال کړی او ټکساس ایالت خپلې پولې سر له ننه د لوړې د مراسمو تر پای ته رسېدو پورې تړلې دي.

فدرالي پولیسو (اېف‌بي‌آئي) په ۵۰ ایالتونو کې د لاریونوالو د وسله والې احتمالي راغونډېدنې خبر ورکړے دے.

د واشنګټن حساسو سیمو کې چې موزیمونه او دولتي ادارې پکښې دي ګرځبندیز لګول شوی دی.‌

د امنیتي تدابیرو په ټینګېدو سره د پلازمېنې واټونو کې هم  خنډونه اېښودل شوي دي.

 د ټرمپ پلویان د جو بایډن د لوړې مراسمو پر ورځ واشنګټن کې د لوی اعتراض پلان جوړ کړی.

د امريکې په پنځوسو ايالتونو کښې د بيړني حالت دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې د جنورۍ پر شپږمه د ډونلډ ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ.‌

د امریکې د استازو جرګې یوه  هفته مخکې ټرمپ  الې ګولې،بلوو او حملو ته د خلقو د هڅولو په تور استیضاح کړ.‌