تیونس کښې اعتراضونه دوام لري
د تیونس معترض ځوانان وړمه شپه د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي په موخه د شپې مهال په بهر راوتلو باندې د بندیز او سراسري قرنطینې سره سره سړکونو ته راووتل.
د تیونس معترض ځوانان وړمه شپه د کرونا وایرس د خپریدو د مخنیوي په موخه د شپې مهال په بهر راوتلو باندې د بندیز او سراسري قرنطینې سره سره سړکونو ته راووتل.
په پلازمینې، سوسه، قصرین، المهدیه، المنستیر او تیونس په څو نورو ښارونو کښې د خلکو اعتراضونه، له امنیتي ځواکونو سره په نښتې بدل شول.
ځینو سرچینو د تیونسي ځوانانو نارضایتي د وروستۍ سیاسي بې ثباتۍ له امله رامینځته شویو اقتصادي او اجتماعي ستونزو له امله وبلله چې په دې وروستیو کښې د کابینې د بدلون سبب شوې او هم داشان د کرونا په وجه رامینځته شوی کړکیچ یې هم بله وجه ده.
امنیتي ځواکونو د هغو معترضو ځوانانو د تیت پرک کولو لپاره چې پر هغوي یې د کاڼو ګوذارونه وکړل او د ټایرونو په سوځولو سره یې لارې بندې کړې وې، اوښلن ګیس وکاروه.