په کانګرس حمله د ټرمپ په لمسونې سره شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95486-په_کانګرس_حمله_د_ټرمپ_په_لمسونې_سره_شوي_ده
ټاکل شوې ده چې د امریکا د جنجالی انتخاباتو دګټونکي ولسمشر جوبایډن دلوړې دستورې نن په داسې حال کې ترسره شي ، چې ددغو دستورو دامنیت ټينګولو لپاره د امریکادځانګړي ځواک دومره عسکر په واشنګټن کې ځاي په ځاي شوي چې امریکا ئې په عراق او افغانستان کې هم نه لري او دا امریکا ده چې په درستې نړۍ کې د ډيموکراسئ نغارې هم غږوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2021 01:46 Asia/Kabul
  • په کانګرس حمله د ټرمپ په لمسونې سره شوي ده

ټاکل شوې ده چې د امریکا د جنجالی انتخاباتو دګټونکي ولسمشر جوبایډن دلوړې دستورې نن په داسې حال کې ترسره شي ، چې ددغو دستورو دامنیت ټينګولو لپاره د امریکادځانګړي ځواک دومره عسکر په واشنګټن کې ځاي په ځاي شوي چې امریکا ئې په عراق او افغانستان کې هم نه لري او دا امریکا ده چې په درستې نړۍ کې د ډيموکراسئ نغارې هم غږوي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د امریکا دمشرانو جرګې د جمهوري غواړو داکثریّتي لوري مشر میچ مک کانل بیګا په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد جنجالی ولسمشر ډونالډټرمپ دکانګرس په ودانۍ د حملې عامل بللی او وئيلي ئې دي ، دغه حمله د ټرمپ  او د ځینو نورو بانفوذه  کسانو په لمسونې سره  شوي ده چې باید تپوس ئې وشي .

 د امریکا د مشرانو جرګې د ډيموکراټيک لږکي لوري مشرچاک شومر هم بیګا په کانګرس د ټرمپ د پلویانو د حملې په محکومولو سره  وئیلي دي ،ټرمپ امریکا ته  ډير زیات تاوانونه  اړولي دي .