د امریکا بندیزونه نړیوالې ایټمي موافقې ته تاوان رسوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95494-د_امریکا_بندیزونه_نړیوالې_ایټمي_موافقې_ته_تاوان_رسوي
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن تر دې دمه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب خپل شفاف اوجوت سیاست نه دی اعلان کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 20, 2021 04:07 Asia/Kabul
  •   د امریکا بندیزونه نړیوالې ایټمي موافقې ته تاوان رسوي

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن تر دې دمه دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب خپل شفاف اوجوت سیاست نه دی اعلان کړی .

فارس خبری آژانس راپورورکړ  د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  مسئول جوزف بورل  بیګا د اروپائي اتحادئې دغړو هیوادون خارجه وزیرانو ته دخطاب په لیک کې لیکلی دي ،دایټمي مسئلو او  همداراز د امریکاد بندیزونو  دنوي پړاؤ  په زمینې کې د ډيرو اندیښمنونکو بدلونونو  شاهد یوو.

   بورل په دغه لیک کې لیکلی دي ، دا موضوع،جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا دبیرته ستنولو دآسانولو  او د ایټمي ژمنتیاؤ بشپړ اجرا ته دایران د ګرځولو پشمول د ډيپلوماټيکو هلوځلو د کمزوري کیدا  خطره په ځان پسې لري .

 د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن تر دې دمه  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب  خپل شفاف اوجوت سیاست  نه دی اعلان کړی .

داپه داسې حال کې دي چې د چین خارجه وزارت هم د امریکا پر نوي حکومت غږ کړی،له کومو شرطونو او غوښتنو پرته دې جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته بیرته وګرځي  او دامریکا له لاسه وتلی اعتماد دې بیرته ترلاسه کړي .

له دې سره په یووخت انګریز خارجه  وزیر ډومنیک راب بیګا مدعی شوی ، چې  د امریکا  دنوي حکومت او لندن ترمینځ به دخبرواترو  لومړنۍ موضوع  جامعه نړیواله ایټمي موافقه وي .

داپه داسې حال کې دي چې د ایران ا سلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئيلي دي ، ددې لپاره  چې امریکا به  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  خپلې ژمنتیاوې اجرا کړي ، هیڅ شرط  او نوي غوښتنه و نه مني .