د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95594-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې انټرنیټي سایټ   خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پیل کې  درته دتهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځيني  ورځپاڼې  درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیاوکړئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 23, 2021 11:07 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې انټرنیټي سایټ   خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې  یوو ، په پیل کې  درته دتهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځيني  ورځپاڼې  درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیاوکړئ .

  دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ، داروپائي اتحادئې د بهرني سیاست پخوانۍ مسئولې میرمن کاترین شټون او د امریکا پخواني  مرستیال خارجه وزیر چاک هیګل  په یوې  ګډې مقالې کې لیکلي دي ، هغه ایران چې  ډونالډټرمپ ورته ماته ورنکړل شوه ، جوبایډن ته هم نه تسلیمیږي ، باید ورسره خبرې اترې وشي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، امریکا، وحشي صهیونیسټي رژيم  او آل سعود ر ژیم  له څو میاشتنیو دسیسو جوړونې وروسته  په عراق کې بیا ویجاړونکي ترهه ګراقدامات پیل کړي ، چې  پرون ئې په بغداد کې په پلان شوو دوو ځان مرګو بریدونو کې  د څه دپاسه یو سل پنځه څلویښت بې ګناه کسانو وینه وبهوله، وئيل کیږي په دوي کې د قربانیانو شمیر پنځو دیرشو تنو ته زیات شوی دی .

 ورځیاڼه بیا لیکي ، دامریکا د مخکینیو  ولسمشرانو په اپوټه  چې په ظاهر کې ئې د خپلې لوړې په دستورو کې د دنیا او نورو هیوادونو لپاره کرښې  او کړنې انځورولې ، خو جوبایډن  په  کانګرس د جمهوری پالو  او زوړ پالو د یرغلونو او پر امریکا د امنیتي فضا دخوریدا او د اقتصادي ، توکمیزو مشکلاتو او نابرابرۍ  له امله  د اعتراضیه غورځنګونو  ، چې د امریکاد بنسټګرانو  د مجسمو او ددغه هیواد دبیرغ او دغه راز د لیبرل ډيموکراسۍ  د درستو ارزښتناکو  مجسمو او  بیلګو په ځړولو سره ئې خپله غوسه او کرکه نندارې ته وړاندې کړي ، په نفس په ترټولو ټيتو باؤرونو  او اعتماد سره ئې خپله وینا  ترسره کړې ده ، چې په وینا کې ئې ویره او وحشت او ستړیا  له ورایه معلومه وه . داپه داسې حال کې دي چې  د جوبایډن د لوړې د دستورو له ترسره کیدا څو ساعته وروسته  دامرکیا په بیلابیلو ایالتونو کې له هماغه پیله د ؛ جوبایډن نه منو ؛ په شعار سره سترې مظاهرې  شوي دي .

دامریکا یوه شناندي او لیکوال ډینفس وان پخپلې یوې وروستۍ شننې کې د زیاتره دباؤ  پشمول د ایران په وړاندې د ډونالډټرمپ  سیاستونه  ماته خوړلې بللي او لیکلي ئې دي ، دغه ناکامۍ او بې شرمۍ هیڅکله هم نشي پټيدلی .

  دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  په داسې حال کې  بمي چاودنې او ټارګټ کیلینګ یو ځل بیا په زیاتید اشوی چې  په دوحې کې د طالبانوډلې او دکابل دحکومت ترمینځ دبین الافغاني خبرواترو راتلونکی هماغه راز له تورتم سره مخ دی  چې دا دامریکائي استعمار یوه زاړه غوښتنه  ده .

             دا هم د تهران چاپ قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د امریکا د مشرانو جرګې د اکثریتی لوري مشر وئيلي دي ، د جنجالي او کرغیړن مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ  مواخذه به  په دغې جرګې کې د سلواغې  دمیاشتې په شلمه نیټه ترسره شي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،دامریکا د عفونی ناروغیو  دملی موسیسې مشر فائوچي  وئيلی دي ،همدااوس ډيره  آزادي احساس  کوم ، څو د ډونالډټرمپ په بې شرمې تلو سره د علم او د کرونا ویروس دخطرو په باب خبرې وکړم .

ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلی دي ، د نړیوالو چارو  کارپيژاند او تکړه شناندي  حسن بهشتي پور  وئيلي دي ، د ګاونډیانو ترمینځ تاؤتریخوالی د امریکا او صهیونیسټي رژيم په ګټه دی ، عربستان  له قطر سره  داړیکو په بیا ټینګولو کې  له خپلو  مخکینیو دریځونو شاتګ کړی دی ،باید سیمه ایز هیوادونه پخپلو کې سره  مشورې  او غږملتیاوې زیاتې شي څو بهرنۍ کرغیړنې نقشې او دسیسې  شنډې شي .

خبری سرچینو ویئلي دي ، دعراق  په بغداد کې   له هوائي ډګر سره نزدې دامریکا د ترهه  ګر پوځ په یوه مرکز ویکټوریاتوغندوي برید شوی البته  داحتمالی مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه ئې د خبر تر مخابیره کیدا پورې څه نه دي وئيل شوي .

د  سورئې په الحسکه  او دیرالزور ولایتون کې  د دغه هیواد پوځ او مقاومتي ځواک په یولړ ګډو پاکونکو عملیاتو کې دتکفیری ترهه ګرو یوشمیر پټنځایونه او په سترو وسلو سنبال نهه ګاډي هم تباه کړي او  دغه راز ئې پنځه  ستر سرنګونه چې د لوجسټیکي  فعالیتونو لپاره ئې ورځيني استفاده کوله هم کشف او نړولي دي .

د افغانستان  په نهو ولایتونو کې د ملی اردو او امنیتی  ځواک  دوسلوالو طالبانو په خلاف په ګډو عملیاتو کې  په لسګونو طالبانو ته مرګز ژوبلې اړولي او دغه راز ئې د دوي یولس پټنځایونه اومورچلې هم تباه کړي او بې شمیره وسله او تجهیزات او په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکې ئې په غنیمت  اولجه کړي دي .

             داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلی دي، په درستې نړۍ کې  په کرونا ویروس  د ککړو شمیر تر دې د مه  اته نوي میلیون  اوه لکه څلوردیرش زره یوسل  پنځه پنځوس تنو ته زیات شوی چې د قربانیانو شمیر ئې  هم دوه میلیون  یو لک شپاړس زره پنځه سوو زیات شوی  او دغه راز وئيل کیږي ، چې کابو  اویا میلیون  نهه لکه څلویښت زره کسان هم په د ملنو پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .  دا هم وئيل شوي چې  تر ټولو زیات قربانیان تر دې دمه په امریکا کې ښودل شوي او وئيل شوي دي ، چې ان تر دې  چې  د  امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن  د لوړې په دستورو کې په ډيوټۍ مامور دوه سوه امنیتی مامورانو هم ددغې خوریدونکي ناروغۍ له امله په تیرو ۲۴ساعتونو کې سا ورکړې ده .

د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن پخپلو یو لړ وروستیو څرګندونو کې په ډاګه کړې  چې  د کروناویروس  د خوریدا او په دې اړه  د وروستیو ترینګلو سیاستونو له امله  له ترټولو ستر اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان یوو .

 همداراز انګریز لومړي وزیر بوریس جانسن هم پخپل یوه ټولنیز پیغام کې انګریزانو ته خبرداری ورکړی  چې په بریاتانوي کرونا مشهور نوی کرونا ویروس  له مخکینی ویروس سره  په پرتله کې ډير زیات مرګونی دی او که  هرچا دغه غمیزه سپکه وګڼله نو ورسره به لاس اوګریوان شي .

د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان آل سعود  ددغه هیواد له رسندویو سره په خبرو کې مدعي شوی  چې ریاض  د هغه جنګ په درولو پسې دی چې د یمن په ضد ئې پيل کړی دی . دا په داسې حال کې دي چې  له آل سعود رژيمه  په دې باب هاله لاره ورکه شوې چې  له کله راهسې د امریکا کرغیړن ولسمشر ټرمپ  له سپينې ماڼۍ  پښې سپکې کړي او دا وئيل شوي چې نوی امریکائي ولسمشر جوبایډن د یمن د جنګ په خلاف دی او ممکنه ده  د یمن په ضد له جنګه  لاس په سر شي .

 د  پاکستان د واکمن لوری مخالف ائيتلاف پي ډي ایف  مشرانو په ډاګه کړې تر څو ئې چې د عمران خان حکومت پرځولی نه وي ،نو کرار به ونه ویني ، حال د ا چې د د واکمن لوري چارواکي وائي  د پي ډي ایف ائيتلاف  زیاتره مشران غله او ډاکووان دي او د ملت شتمۍ ئې لوټ او چور تالان کړي او اوس هڅه کوي  په شور او غوغا جوړولو سره  له احتسابه ځانونه وژغوري .

دقطر په دوحې کې د  طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومتي مرکچي ټيم ترمینځ باقاعده خبرې اترې  تر دې دمه نه دي پيل شوي او  دواړه پلاوي هماغه راز دایجنډا په سر  په  ځينو ټکو سره اختلاف لري .

Image Caption

 

    اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د  کابل چاپ ځينو ورځپاڼو نن هم د سولې دخبرواترو او وروستیو ترینګلتیاؤ په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي .

      دکابل هشت صبح ورځپاڼې د سولې دوهم پړاو خبرو پر وړاندې پرتو خنډونو ته په اشارې سره لیکلي، دغه مذاکرات خپلې اصلي برخې ته تر داخلېدو وړاندې له بندون  سره مخ شوي او دواړه لوري په خپلو شرایطو ټینګار کوي.

وړاندې لیکل شوي چې تراوسه په دې پړاو کې د بحث شوېو مسئلو او په کې د پرمختګونو په اړه کومه د پام وړ نتيجه نه شته او ورځپاڼې دا خبرې خورا سړې او محدودې بللي دي.

د لېکوال د معلوماتو پر بنسټ د حکومت او طالب استازو ترمینځ تېره اوونۍ ان هېڅ کوم بحث نه دی شوی او افغان پلاوی په دې نظر دی چې طالبان وخت ضایع کوي.

ورځپاڼې د دې بن بست د ختمولو یوازینۍ لار په نوې تګلارې هوکړه بللې چې په عادلانه ډول د افغان دولت او طالبانو ګټې وکولی   او د نورو خبرو لپاره لاره هوارولی شي

د لېکوال په وینا، که پرمختګ ونه شي د دواړو خواو تر مینځ جګړه به د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي او اصلي قربانیان به یې د افغانستان بې ګناه او ملکي وګړي وي .

=    وېسا ورځپاڼې په افغانستان کې د جګړو زیاتېدو، نا امنیو او اداري فساد ته په اشارې لیکلي چې دغه حالت د خلکو اقتصادي وضعیت خراب کړی او ذهني سکون یې ورته له مینځه وړی دی.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان ناوړه امنیتي، سیاسي وضعیت لامل شوی چې پانګوال او صنعتکاران هېواد  پرېږدي او خپلې پانګې نورو هېوادونو ته ولېږدوي.

لېکوال پر حکومت هم سختې نېوکې کړي چې د حالاتو په کنټرول کې پاتې راغلی او فساد هم په کې اوج ته رسیدلی دی.

ورځپاڼې د یوې برخې ستونزو پړه پر هغو چارواکو اچولې چې کورونه یې بهر کې دي او دلته په لوړو څوکیو دندې کوي.

لېکوال ادعا کوي چې له بهره راغلي دغه چارواکي اصلاً ځان مسئول نه ګڼي چې د خلکو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي او په خبره یې د دغو چارواکو هدف یوازې له هېواده د پانګو انتقالول دي.

   هېواد دولتي ورځپاڼې افغانستان سره د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امريکا د همکاريو او مرستو د اړتيا په مسئلې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې وړاندې ټینګار  کړی چې حالاتو د افغانستان برخليک د دغو همکاريو په دوام پسې غوټه کړی، نو افغان حکومت ته په کار ده چې په دغه مهم تاريخي او برخليک ټاکونکي پړاو کې خپله بهرنۍ پاليسي تر هر وخت ښه فعاله وساتي او د نړيوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د امريکا او نورو ستراتيژيکو او امنيتي او دفاعي ملګريوو پوره ملاتړ او همکاري را جلب کړي.

د لېکوال په وینا، افغان حکومت بايد د امريکا نوې اداره د افغانستان پر اهميت او حالاتو وپوهوي او هغه يوه لسيزه هم ورپه ياد کړي چې امريکا افغانستان ته شا کړې وه چې په ترڅ کې یې دا هېواد له کومو سختو خطرونو سره مخ شوې و.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې په بنسټيزو چارو کې پانګونه، په اقتصادي او پوځي برخو کې مرسته او همکاري او دغه شان له بشري حقونو ملاتړ او د ولسواکۍ دوام هغه څه دي چې د امريکا رول په کې مهم او آن حياتي ارزښت لري.