د امریکا حکومت دې دټرمپ له غلطو سیاستونو پیروي نه کوي
جیان هیله ښودلې د امریکا نوی حکومت دبیجینګ په وړاندې د ټرمپ له تیروتو سیاستونو عبرت واخلی او د دواړو هیوادونو اړیکو ته په منطقي کتنې سره دې دبیجینګ په وړاندې مثبت او رغنده سیاستونه غوره کړي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د چین د خارجه وزارت ویندوي جائو لی جیّان پرون ناوخت په بیجینګ کې په خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړی ،دجوزف بایډن حکومت دې د ډونالډټرمپ د کرغیړنو او سرزورو سیاستونو په پلۀ پل نه ږدي .
جیان هیله ښودلې د امریکا نوی حکومت دبیجینګ په وړاندې د ټرمپ له تیروتو سیاستونو عبرت واخلی او د دواړو هیوادونو اړیکو ته په منطقي کتنې سره دې دبیجینګ په وړاندې مثبت او رغنده سیاستونه غوره کړي .
د چین دخارجه وزارت ویندوي دا څرګندونې د سپينې ماڼۍ د ویندوي دڅرګندونو په غبرګون کې کړي ، چې وئيلي ئې وو ،امریکا له چین سره سختې سیالۍ ته واریدیږي .
هغه په عین حال کې زیاته کړې ده ، د ټرمپ حکومت له چین سره پخپلو اړیکو کې په یوه بشپړ تیروتني لارې په تلو سره دغه هیواد خپل سټراټژيک سیال بالۀ او ډيرې زیاتې تیروتنې ئې کړي چې چین ته پر تاوان رسولو سربیره د یوه هیواد په ګټه هم نه وې .