جرمني ، سویډن او پولینډ د روسیې ډیپلوماټان وویستل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96276-جرمني_سویډن_او_پولینډ_د_روسیې_ډیپلوماټان_وویستل
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې او د اروپايي اتحادیې ترمنځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت د جرمني د سویډن او د پولینډ خارجه وزارتونو بیګا په جلا جلا بیانیو کښې له خپلو هیوادونو د روسیې د یوه (۱) یوه ډیپلوماټ د ایستلو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 09, 2021 01:18 Asia/Kabul
  • جرمني ، سویډن او پولینډ د روسیې ډیپلوماټان وویستل

ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې او د اروپايي اتحادیې ترمنځ د تاوتریخوالو له زیاتیدا سره په یووخت د جرمني د سویډن او د پولینډ خارجه وزارتونو بیګا په جلا جلا بیانیو کښې له خپلو هیوادونو د روسیې د یوه (۱) یوه ډیپلوماټ د ایستلو خبر ورکړ .

د جرمني د سویډن او د پولینډ دغه غږمله اقدام د دغو دریو (۳) هیوادونو د ډیپلوماټانو د ایستلو لپاره د روسیې فیصلې ته په غبرګون کښې ترسره شوی دی .

د روسیې خارجه وزارت په تیرې جمعې ورځ ویلي وو ماسکو د جرمني  د پولینډ او د سویډن درې (۳) ډيپلوماټان چې د ماسکو د حکومت د مخالفانو د یوه(۱) مشر الیکسي ناوالني د ملاتړو په غیر قانوني مظاهرو کښې یې ګډون کړی وو ایستلي دي .

د روسیې خارجه وزارت ویلي دي دغه درې (۳) ډیپلوماټان نه خوښ کسان پیژندل شوي او زر به له ماسکو ولاړ شي .

د روسیې دغه فیصله ماسکو ته د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسول جوزپ بورل د تیرې اونۍ د سفر په وخت شوي وه .