له جرمني څخه ۲۶ افغان کډوال ډیپورت شول
تېره ورځ له جرمني څخه ۲۶ افغان ډیپورټ شوي کډوال د کابل هوایي میدان ته ور ورسېدل.
د ۲۰۱۶ میلادي کال د ډیسمبر د میاشتي را په دې خوا کابو زر تنه افغان کډوال له جرمني څخه کابل ته ډیپورټ شوي دي.
د جرمني څخه د افغان کډوالو ډیپورټ په داسي حال کې تر سره کیږي چي په افغانستان کې امنیتي حالاتو ته په کتو سره د بشري حقونو نړیوالي ادارې له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر د بندولو غوښټنه کړې.
د ملګرو ملتونو د ادارې له راپور سره سم، په افغانستان کې د هرو لسو کسانو څخه ۴ کسه له لوږې سره مخ دي، د دغه ارزونو پر بنیاد د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ تر میاشتي پوري څه د پاسه ۱۷ میلیون کسان به د خوراکي موادو د کمښت له بحران سره مخامخ شي.
افغانستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د سولي په نړیوال ګراف کې په پرلپسې توګه د نړۍ تر ټولو ناامنه هیواد بلل شوی.