د افغانستان په خبرو کښې د ګاونډیانو شتون اړین دی
طلوع نیوز خبري اژانس وايي روسیې د افغانستان د سولې د دریدلیو خبرو اترو بریالیتوب په نوموړیو مذاکراتو کښې د ګاونډیو هیوادونو ګډون وباله .
د افغانستان په چارو کښې د روسیې استازي ضمیر کابلوف وویل د ګاونډیو هیوادونو په شتون سره د سولې خبرې اترې د افغان ډلو ترمنځ د خبرو اترو د پیلیدا زمینه برابروي او د اسلامي امارت د جوړولو په هکله د طالبانو ټینګار د سولې د خبرو اترو د بندیدا سبب کیږي .
ضمیر کابلوف په عین حال کښې وویل په بله بڼه کښې د افغانستان د اوسني کړکیچ یوازنۍ حل لاره د موقته حکومت جوړیدل دي .
د افغانستان په چارو کښې د روسیې د استازي ضمیر کابلوف دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د ولسمشر اشرف غني او د خلکو په شمول حکومتي چارواکي د موقته حکومت د جوړیدا مخالف دي او هغه د دغه هیواد د نسکوریدا په معنا ګڼي .