مولود کعبه امام علي علیه السلام
(last modified Wed, 24 Feb 2021 23:59:48 GMT )
Feb 25, 2021 04:29 Asia/Kabul
  • مولود کعبه امام علي علیه السلام

تاسو ته د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د حقیقي ځای ناستې د زوکړې د ورځې په مبارکۍ سره یو ځانګړې لیک وړاندې کوو. هیله ده چې ستاسو د پام او خوښې وړ به وګرځي.

حضرت محمد صلی الله علیه و آله، د خپل تره ابوطالب علیه السلام کورته ته راننوت، د ابوطالب علیه السلام مېرمنه، په احترام کې له خپل ځایه پاسېده، حضرت محمد صلی الله علیه و آله ورته وفرمایل: مور! تاسو ناروغي لری، مهرباني وکړه، له خپل ځای مه پاڅیږه. زه راضي نه یم چې زما لپاره له خپل ځای نه پاڅیږې، فاطمه؛ چې له محمد سره یې د خپل زوي په شان مینه لرله، وې ویل: په خدای مې دې قسم وي، هرکله چې تا وینم، په وجود کې مې موجود ماشوم هم ما مجبوره وي چې له ځایه پاڅیږم.
فاطمه بنت اسد سلام الله علیها؛ د خپلې ناروغۍ په دې وروستیو ورځو کې د خدای د کور طواف لپاره تلله. له دغه ورځو یو ورځ چې خلک په مسجد الحرام کې ناست و، په ډیر تعجب سره د کعبې(رکن یماني) یو دېوال وچودید او د ابوطالب مېرمن فاطمه کعبې ته ورننوتله او د دوي د حیرانو سترګو په مخامخ، د دېوال چاودی بیا یوځای شو. سمدلاسه دا خبره خپره شوه او د مکې د هر سړي او ښځې تر غوږو ورسیده او ټول په تمه و چې وګورې د دې حیرانونکې پېښې پای به څه وي؟ د ابوطالب علیه السلام مېرمن درې ورځې په خانه کعبه کې تیرې کړې. په څلورمه ورځ هغه کسان چې د کعبې شاوخوا ولاړ و، وکتل چې له هم هغه ځای بیا دېوال وچود او دغه مېرمن په داسې حال کې چې یو ماشوم یې په غیږه کې نیولی د خدای له کور راوځي. لږ وروستو په داسې حال کې چې فاطمه سلام الله علیها په شونډو مسکان لرلو، موجوده خلکو ته وویل: ای خلکو! خدای ماته د خپل پاک زوي له امله په نورو ښځو غوره توب راکړ. ځکه چې هیڅ یوې ښځې تراوسه دا اجازت نه دی درلودلی چې د خدای په کور کې ماشوم وزیږي. خو ولې خدای په خپل کور کې ما ته دا اختیار راکړ ترڅو زه خپل ماشوم په دغه مقدس ځای کې دنیا ته راوړم.
کله چې فاطمه سلام الله علیها له خپل ماشوم سره کور ته راغلله، حضرت محمد صلی الله علیه و آله هلته موجود و، د فاطمه سلام الله علیها دغه ماشوم تر اوسه خپلې سترګې نه وي پرانیستلې. کله چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله د خپل تره ښځې له غیږې ماشوم واخیستلو نو هغه خپلې سترګې خلاصې کړې. محمد صلی الله علیه و آله ماشوم په مخ ښکل کړ او نوم یې علي ورکړ هغه خپل تره او د هغه مېرمنې ته زیری ورکړ چې دا ماشوم ډیر روښانه راتلونکی لري.
علی د شپږو یا اته کلن و، چې په مکې کې قحطی راغلله، په دې وخت کې، د  هغوي کور د اړین خلکو د تګ را تګ ځای  و او د ابوطالب علیه السلام په اوږو د دروند لګښت بار و. په دې شرایطو کې، محمد صلی الله علیه و آله چې له حضرت خدیجه سلام الله علیها سره له واده وروستو شتمن شوې و، خپل عباس تره له ورغلو، چې هغه هم په مکه کې یو له بډایه سړو څخه و له هغه یې وغوښتل ترڅو له ابوطالب علیه السلام سره مرسته وکړي. نو دواړه د ابوطالب خوا ته لاړل او وې ویل: مونږ راغلې یو چې له زامنو دې هر یو چې ته صلاح وګڼې له ځان سره بوځو. ابوطالب علیه السلام د دوي وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړ. نو داشان جعفر د عباس او علي د محمد صلی الله علیه و آله کورته منتقل شول. له دې وروستو علي علیه السلام د محمد صلی الله علیه و آله په کور کې وروزید.  په هغه کور کې چې د اسلام دعوت له هغه ځای پیل شو. هغه په ټولو مرحلو کې، د پیغمبر صدیق یار او ملاتړ و او هیڅکله یې هغه یوازې نه پریښودلو.
د علي علیه السلام له رسول الله صلی الله علیه و آله سره نږدې اوسیدل، د هغوي زړه او روح له غوره انساني او اخلاقي فضیلتونو سره اشنا شو. څه داسې چې د پيغمبر روح او نفس وګرځید او پیغمبر هغه د علم او حکمت باب معرفي کړ او وې فرمایل: أنَا مَدینَةُ العِلمِ وعَلِیٌّ بابُها، فَمَن أرادَ العِلمَ فَلیَأتِ الباب‏؛ زه د علم ښار او علي یې دروازه ده، هغه څوک چې غواړې پوهه ترلاسه کړي باید له دې دروازې را ننوځي.
امام علي علیه السلام عدالت د الهي احکامو روح او بدن ګڼلو. له همدې امله د هغه ترټولو لوې انګیزه کله چې د مسلمانو واکمنۍ یي منله، د عدالت اجرا او د مسلمانانو له لاسه ورکړي حقوقو راګرځول ګڼي، او فرمایي: قسم مې په هغه خدای چې دانه یې وچوله او ژوند یې ترې پیدا کړ! که د بیعت کونکو خلکو زیات شتون نه وی او ملګرو پرما حجت تمام کړۍ نه وی او که خدای له عالمانو تړون او ژمنه نه وی اخیستلې چې د خیټې څیرونکو ظالمانو او لوږې مظلومانو په مقابل کې غلې پاتې نشي نو ما به د خلافت د اوښ واګې به مې د هغې شا اچولې وې او پریښودلې به مې وی.
امام علي علیه السلام په خپل شخصي ژوند کې عدالت دارنګه عملي کړې و چې ملګرو او دښمنان یې حیران و. یو ورځ د شام نیواکګر حاکم معاویه، له عقیل د امام علي علیه السلام مشر او نابینا ورو، وپښتل: د تاوجنې اوسپنې کیسه څه ده؟ عقیل وفرمایل: کله چې په ما سخت وخت راغلو او بې وزلې او تش لاس مې ژوند را تنګ کړ، له ځان سره مې فکر وکړ چې ورور مې اوس واکمن دی او ډیر مال په اختیار کې لري، هغه له به ورشم او مرسته به ترې وغواړم. په دې نیت سره، د شپې په تیاره کې د یو زوي په مرسته د علي کور ته لاړم.
هغه زوي ته مې وویل چې مونږ یواځې پریږده او له کوټې بهر شه، کله چې کوټه کې خلوت شو، علي وویل: نږدې راشه! واخله! د یوې نړۍ حرص او لالچ واخیستلم او ګمان مې وکړ چې اوس به د سروزرو یوه کڅوړه ماته راکړي، په ډیرې بېړې سره مې خپل لاس ور وړاندې کړ، خو ناڅاپه سره شوې اوسپنه یې زما لاس ته نږدې کړه. د سوځیدنې او تودوخې له شدت مې چغه کړه. په داسې حال کې، علي ماته وفرمایل: ولې څه وشو؟ تا د اوسپنې د یوې ټوټې تودوخه چې د دنیا په اور سره شوې ده و نه زغموله! او زه د دوزخ له اور فریاد ونکړم. بیا یې وفرمایل: پوه شه، له هغه څه پرته چې خدای تا لپاره تعین کړې دي، له بیت المال ما سره حق نه لرې. معاویه چې د امام علي علیه السلام دښمن و، افسوس وکړ او وې ویل: هیهات، نور میرمنې نشي کولی د علي په څیر ماشوم بیا دنیا ته راوړي.
د اسلام د مکتب غوره ارزښتونو یو، زهد دی؛ چې د پرهیز او له نړۍ د بې پروایۍ په معنا دی. امام علي علیه السلام د زهد په اړه داسې فرمایي: لیس الزّهد أن لا تملک شیئاً، ولکنَّ الزّهد ألا یملکک شیء؛ زهد دا د څه څیر نه لرل نه دی. بلکې زهد دا دی چې یو څیز تا په خپل ملکیت کې را نه ولي. نقل شوې دي چې یو علاء نومي کس امام علي علیه السلام ته راغلو او دوي ته یې عرض وکړ: ای امیرالمؤمنین! له ورور عاصم بن زیاد تا ته شکایت کوم، امام علي علیه السلام ورته وفرمایل: مګر څه شوي؟ علاء ځواب ورکړ: هغه عبادت ته مخ او نړۍ ته شا کړې ده او له نړۍ یې ډډه کړې ده، امام علي علیه السلام وفرمایل: هغه حاضر کړه. کله چې علاء خپل ورور حضرت ته حاضر کړ. امام علیه السلام ورته وفرمایل: ای د ځان دښمنه! مګر شیطان تا ته لار موندلې او ته د هغه د تیر هدف ګرځيدلې! آیا په کورنۍ او بچو دې رحم نه کوې.؟ تاسو فکر کوئ چې خدای ستاسو لپاره دنیاوي فضیلتونه او خوندونه حلال کړي دي، نه خوښه وي چې له هغې ته استفاده وکړې؟ عاصم وویل: ای امیرالمؤمنین! نو بیا تاسو پخپله ولې دا زیږې جامې اغوستلي او ناخوښه خواړه باندې قناعت کوی، په داسې حال کې چې امام او لارښود یې او په مونږ لازم دي چې له تاسو اقتداء وکړو؟ امام علیه السلام په ځواب کې وویل: افسوس دې وي پر تا! زه له ستاسو په شان نه یم(زما وظیفه له تاسو بېلا ده) خدای د حق په لارښودو، لازمه کړې ده چې په ځان سختي وکړي او د لاندې او ضعیفې ټولنې په شان ژوند وکړي، ترڅو د غریب غربت هغه د خدای له فرمان سرغړونې ته مجبور نکړي.
یو اخلاقي فضیلت چې هر پاک انسان د هغې ستاینه کوي، جود او سخاوت دی. د بخښنې او سخاوت له نښو دا دي چې هیڅکله په دې فکر کې نه وي چې هغه څه چې دې یې وربخښي، مومن دی که کافر، مطیع دی که ګناهګار، شریف انسان دی که پست. سخاوت لرونکۍ نورو ته خواړه ورکوي په داسې حال کې چې پخپله وږې وي او بل ته جامه ورکوي په داسې حال کې چې خپله یې نه لري. بله ته وربخښي او له خپلې عطا پر چا منت نه کوي. 
یو ورځ له کافرانو یو کس امام علي علیه السلام  ته راغۍ او له هغوي یې د دې توره وغوښتله. امام هم سمدستي خپله توره هغه ته وبخښله. هغه کس توره واخیستله په داسې حال کې چې له ځان سره یې ویل: څوک خپل دښمن ته پخپله لاس توره نه ورکوي.
امام علي علیه السلام وفرمایل: تا د حاجت لاس ماته وړاندې کړ او ما نشو کولی چې د یو سوال کونکي لاس تش وګرځوم. کافر له دې اوریدلو سره منقلب شو او هم هغه وخت یې اسلام قبول کړ. البته امام علي علیه السلام یواځي د مال په بخښلو اکتفاء نه کوله بلکې په ځلونو یې ځان هم د حق په لار کې ایثار کړې دی. لکه د هجرت په شپه(لیلة المبیت) د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د ژوند له ساتنې لپاره یې خپل ځان له لاسه ورکولو او د پيغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په بستره کې وده شو تر څو د خدای او د رسول صلی الله علیه و آله په لار کې خپل ځان قربان کړي.