د افغانستان په سوله کې د ترکیې مینځګړیتوب
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97466-د_افغانستان_په_سوله_کې_د_ترکیې_مینځګړیتوب
د ترکي رسنیو د راپور سره سم، د روانې مارچ میاشتې پر ۲۷مه به د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه یوه غونډه جوړه شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2021 14:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان په سوله کې د ترکیې مینځګړیتوب

د ترکي رسنیو د راپور سره سم، د روانې مارچ میاشتې پر ۲۷مه به د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه یوه غونډه جوړه شي.

د ترکیې د عدالت او پراخیتا ګوند ویاند عمر چلیک خبریالانو ته وویل چي هیواد یې د افغانستان د سولي مسالې ته اهمیت ورکوي او په دې اړه به د یوې ستري ناستي کوربه توب وکړي.

په ورته وخت کې یو شمېر طالب سرچینو هم افغان رسنیو ته دا خبره تایید کړې ده.

داسي ښکاري چي دا ناسته د ملګرو ملتونو په مشرۍ د امریکا په وړاندیز جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده چي ټاکل شوې تر راتلونکو اتو ورځو مسکو هم په دې تړاو د ناستې کوربه‌توب ‌وکړي.

افغان چارواکي تاییدوي چې افغان ولسمشر اشرف غني، د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په ګډون د چین، پاکستان او د طالبانو استازي هم دغې ناستې ته وربلل شوي دي.