امریکا باید له سوریې ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97682-امریکا_باید_له_سوریې_ووځي
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د سوریې د نښتې یوازنۍ حل لاره د نړیوالو حقوقو مطابق صلحه ایزه طریقه وبلله او ویې ویل: امریکايي ځواکونه چې د سوریې یوه برخه یې نیولې ده، باید له دغه هیواده ووځي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2021 03:14 Asia/Kabul
  • امریکا باید له سوریې ووځي

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د سوریې د نښتې یوازنۍ حل لاره د نړیوالو حقوقو مطابق صلحه ایزه طریقه وبلله او ویې ویل: امریکايي ځواکونه چې د سوریې یوه برخه یې نیولې ده، باید له دغه هیواده ووځي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي د سوریې د نښتې یوازنۍ حل لاره د نړیوالو حقوقو مطابق صلحه ایزه طریقه وبلله او ویې ویل: امریکايي ځواکونه چې د سوریې یوه برخه یې نیولې ده، باید له دغه هیواده ووځي.

مجید تخت روانچي پرون د امنیت شورا په هغې غونډې کښې چې د سوریې په هکله ترسره شوه، زیاته کړه: دغه کړکیچ د سوریې د بشپړې واکمنۍ، وحدت او ځمکنۍ بشپړتیا له ضمانت ورکولو پرته نه شي ختمیدې.

هغه وویل: نه د سوریې خلک د خپلې خاورې د نیواک او د خپل هیواد د حاکمیت خلاف ورزي مني او نه یې نړیواله ټولنه باید ومني ځکه چې دا کار د نړیوالو حقوقو د بنیادي اصولو خلاف دي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي د هغو ټولو ځواکونو د سمدستي وتلو غوښتنه وکه چې د دمشق د حکومت له اجازې پرته په سوریه کښې موجود دي، په تیره بیا امریکايي ځواکونه چې د سوریې د خاورې ځینې برخې یې هم لاندې کړې دي.

هغه هم داشان د سوریې او عراق په ګډه پوله کښې د امریکې وروستۍ غیرقانوني حمله وغندله او ویې ویل: دا ډول غیرقانوني اقدامات د سیمې کړکیچن حالت لاخرابوي او باید بند شي.

هغه په سوریې باندې د اسرائیلو غیرقانوني بریدونه هم وغندل او زیاته یې کړه: نړیواله ټولنه دې اسرائیل د هغه د پوځي بلاغوښتنو ختمولو ته اړباسي.