چین څو امریکايي او کاناډايي ارګانونه بایکاټ کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98158-چین_څو_امریکايي_او_کاناډايي_ارګانونه_بایکاټ_کړل
چین د سین کیانګ د مسئلې په سر د بیجنګ د واکمنۍ خلاف د بندیزونو د لګیدو په غبرګون کښې، په څو امریکايي او کاناډايي ارګانونو باندې بندیزونه ولګول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 01:48 Asia/Kabul
  • چین څو امریکايي او کاناډايي ارګانونه بایکاټ کړل

چین د سین کیانګ د مسئلې په سر د بیجنګ د واکمنۍ خلاف د بندیزونو د لګیدو په غبرګون کښې، په څو امریکايي او کاناډايي ارګانونو باندې بندیزونه ولګول.

چین د سین کیانګ د مسئلې په سر د بیجنګ د واکمنۍ خلاف د بندیزونو د لګیدو په غبرګون کښې، په څو امریکايي او کاناډايي ارګانونو باندې بندیزونه ولګول.

د ایرنا په لیکنه، دغه غچ اخیستونکي بندیزونه په دوو امریکايي کسانو او یو کاناډايي کس او یو ارګان باندې، د چین خلاف د امریکې او کاناډې د دې اونۍ د لګیدلو بندیزونو په ځواب کښې لګول شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې بیجنګ د خپل ملي حاکمیت، پراختیايي او امنیتي ګټو ساتنې ته سخت هوډمن دی او له اړوندو لورو غواړي چې په حالاتو ځان پوه کړي اوله تیروتنو ستانه شي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، هغوي باید په سین کیانګ پورې له اړوندو مسائلو سیاسي ګټه پورته کونه او د چین په کورنیو چارو کښې لاسوهنه بنده کړي او په غلطه لاره تګ پریږدي ګني د خپل کار پایلې به وویني.

دغه امریکايي او کاناډايي کسان د چین اصلي ټاټوبي، هانګ کانګ او ماکائو ته د تګ اجازه نه لري او چیني ښاریز او موسسې هم له یاد ارګان او کسانو سره د راکړې ورکړې او کار کولو حق نه لري.