د پولینډ حکومت اسونو او سپو ته تقاعد ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98178-د_پولینډ_حکومت_اسونو_او_سپو_ته_تقاعد_ورکوي
زمونږ خبریال د اروپا یوه(۱) هیواد پولینډ په حکومتي برخو کښې کار کونکو اسونو او سپو ته د تقاعد یعني پنشن د ورکولو خبره کړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 08:07 Asia/Kabul
  • د پولینډ حکومت اسونو او سپو  ته تقاعد ورکوي

زمونږ خبریال د اروپا یوه(۱) هیواد پولینډ په حکومتي برخو کښې کار کونکو اسونو او سپو ته د تقاعد یعني پنشن د ورکولو خبره کړي ده .

د پولینډ حکومت له حکومتي چارواکو او ادارو سره کارکونکو سپو او له سختو لارو تلونکو اسونو ته له متقاعد کیدا وروسته د هغوې د خرڅې د ورکولو بندوبست کړی دی .

له متقاعد کیدا وروسته دغه اسونه او سپي اکثره له حکومتي چارواکو سره وي او ځینو کسانو د دغو ځناورو د خرڅې د نه پوره کیدا لپاره کورنیو چارو وزارت ته عریضه کړي ده .

د پولینډ حکومت هم له دغه عریضې وروسته پریکړه کړي ده چې له کارونو د متقاعد کیدونکو ځناورو نویو مالکانو ته د تقاعد یعني د متقاعد کیدا پیسې ورکړي چې هغوې له پریشانۍ بچ وي .