چین د امریکا په پوځي خوځښتونو اعتراض وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98182-چین_د_امریکا_په_پوځي_خوځښتونو_اعتراض_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت په جنوبي چین سمندر کښې د امریکا په پوځي خوځښتونو اعتراض وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2021 09:22 Asia/Kabul
  • چین د امریکا په پوځي خوځښتونو اعتراض وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت په جنوبي چین سمندر کښې د امریکا په پوځي خوځښتونو اعتراض وکړ .

د چین د خارجه وزارت ویاندې میرمن «هوا چون اینګ» په بروکسل کښې د ناټو په مرکز کښې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن لخوا مطرح شویو ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل د جنوبي چین سمندر د پوځي کولو په شان تورونه نه یوازې په چین پورې اړونده دي بلکې دغه چاره د امریکا کار دی .

هغه په جنوبي چین سمندر کښې د امریکا په پوځي خوځښتونو باندې اعتراض سره ټینګار وکړ امریکا نشي کولی  د خپلې خاورې او قلمرو د دفاع له حق څخه د چین د بې برخې کولو په لړ کښې د پوځي توب له ټکي استفاده وکړي .

د چین د خارجه وزارت ویاندې میرمن  هوا چون اینګ زیاته کړه دا امریکا ده چې په حقیقي ډول یې د جنوبي چین سمندر پوځي کړی او د کشتیو د تګ راتګ ازادۍ یې له ګواښ سره مخ کړي ده او د جنوبي چین له سمندر څخه په څه د پاسه اته زره درې سوه(۸۳۰۰) میله واټن کښې یې د دغه سمندر ګیر چاپیر په یرغلیزو وسلو سره څو پوځي اډې جوړې کړي دي او په اکثرو موردونو کښې هر کال خپلې جنګي بیړې او سټراټيژیکې جنګي الوتکې دغه سیمې ته استوي .

د امریکا خارجه وزیر انتوني بلینکن په بروکسل کښې په خپلې وینا کښې په دې ادعا سره چې چین د ناټو د امنیت لپاره ګواښ دی د داسې هیواد په توګه چې هڅه کوي نړیوال نظام او د امریکا او د هغې د متحدانو ګډ ارزښتونه تر پښو لاندې کړي د مقابلې لپاره د یوه(۱) ګډ کړچار غوښتنه وکړه .

خو د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن هوا چونګ اینګ د امریکا د خارجه وزیر انتونی بلینکن ادعا ته په غبرګون کښې وویل امریکا د اټومي تړون په شان له ډیرو نړیوالو تړونونو وتلي ده او همدا اوس یې کوتک په لاس کښې اخیستی دی او د نورو خپلواکه هیوادونو پرضد غیر قانوني او یواړخیزه بایکاټونه اعمالوي .