ممیز یعني کشمش د انسان د بدن لپاره ډیره ګټه لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98416-ممیز_یعني_کشمش_د_انسان_د_بدن_لپاره_ډیره_ګټه_لري
زمونږ خبریال وايي وچ انګور چې ممیز او کشمش ورته ویل کیږي د انسان د بدن لپاره دومره ګټې لري چې تاسو به یې د ګټو په اوریدو سره هغه د خپل د هره ورځې خوراک برخه وګرځوئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2021 09:37 Asia/Kabul
  • ممیز یعني کشمش د انسان د بدن لپاره ډیره ګټه لري

زمونږ خبریال وايي وچ انګور چې ممیز او کشمش ورته ویل کیږي د انسان د بدن لپاره دومره ګټې لري چې تاسو به یې د ګټو په اوریدو سره هغه د خپل د هره ورځې خوراک برخه وګرځوئ .

د هیلت شاټس ډاټ کام (healthshots.com) د راپور پراساس د هندوستان د ممبۍ د «ووکهردت» د خواړو د چارو کارپيژاندې میرمن امرین شیخ وویل ممیز د انسان د نظام انهضام یعني د هاضمې لپاره ډیره ګټه لري او د قبض په ختمولو سره د ډکو میتیازو په راوستلو کښې اسانۍ رامینځته کوي .

کوم خلک چې غواړي خپل وزن زیات کړي نو د هغوې لپاره هم ممیز ډیره ګټه لري ځکه چې په کشمش کښې فرکټوز او کلوګوز په ډیر مقدار کښې وي او ممیز له ډیرې انرژۍ ډک دي نو ځکه خو یې له خوړلو د انسان وزن زیاتیږي .

د هندوستان د ممبۍ د ووکهردت پوهنتون د خواړو د چارو  کارپیژاندې میرمن امرین شیخ وویل ممیز له سرطان او کینسر د انسان په بچولو کښې مرسته کوي او د انسان د بدن د وینې دباو مستحکم ساتي .

د ممیزو خوړل د انسان د بدن قوت مدافعت یعني ایمني سیسټم پیاوړی کوي او د انسان په بدن کښې انفلیشن یعني سویز کموي او انسان د جوړونو د دائمي درد په شان له ناروغیو څخه ساتي .

ممیز د انسان د خوب د معیار د ښه کولو او د انسان د سکون د زیاتولو لپاره ډیره ګټه لري .

که چیرې مونږ تاسو هره ورځ څو دانې ممیز وخورو نو زمونږ د خوب ټول مشکلات حل کیدلای شي ځکه چې ممیز د انسان د ذهني دباو ، ژور خپګان د ختمولو  او د دماغو د روغتیا لپاره د نورو ډیرو شیانو لپاره هم ګټه لري  .