لوبیا د انسان د بدن لپاره زیاتې ګټې لري
لوبیا د نړۍ په سطحه پیژندل شوې خوراکي دانې دي چې تقریباد هر انسان د خوښې وړ خوراک دی.
د لوبیا دانه په ۱۵۳۳ کال کې په مکسیکو هیواد کې پیدا او د «ایاکوک» په نوم ونومول شوه چې وروسته اروپا ته او بیا د نړۍ ټولو برخو ته ورسیده. لوبیا په خپل ترکیب کې ۲۲ سلنه پروتین لري او ۶۲ سلنه د (کربوهیدرات) په نامه نشاسته قند لري.
پر دې سربیره لوبیا ۲ سلنه کلسیم هم له ځانه سره لري.
ساینسپوهان وایي د ډیرو پروټینو له امله دا یوه قوي ترینه غذا ده او د بیوزله کورنیو لپاره د غوښې ځای نیسي.
په تازه لوبیا کې ګڼ شمیر ویټامینونه شتون لري چې له ډلې یې ویټامین بي، ویټامین سي او ویټامین ډي د یادولو دي.
لوبیا د روماټیزم، د وینې د لوړ فشار او نورو ناروغیو لپاره مفید خوراک دی .
خو که څوک په شکرې ناروغۍ اخته وي د لوبیا له خوړلو دې ډډه وکړي .
هغه کسان چې چاغ وي یا یې وزن زیات وي باید لوبیا استعمال کړي ځکه چې لوبیا دانسان د وزن په کمولو کښې مرسته کوي .
د روغتیا چارو پوهان وایي هره ورځ خوړو کې د لوبیا په شاملولو سره دانسان د بدن اضافي چربي ختمیدلای شي.