پوتین تر ۲۰۳۶ کاله د ولسمشر پاتې کېدو قانون لاسلیک کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98534-پوتین_تر_۲۰۳۶_کاله_د_ولسمشر_پاتې_کېدو_قانون_لاسلیک_کړ
د روسیې د نوي اساسي قانون پر اساس، چې پرون (دوشنبه) ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، نوموړی به تر ۲۰۳۶ م کال پورې په واک کې پاتې شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2021 01:44 Asia/Kabul
  • پوتین تر ۲۰۳۶ کاله د ولسمشر پاتې کېدو قانون لاسلیک کړ

د روسیې د نوي اساسي قانون پر اساس، چې پرون (دوشنبه) ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، نوموړی به تر ۲۰۳۶ م کال پورې په واک کې پاتې شي.

د روسیې د نوي اساسي قانون پر اساس، چې پرون (دوشنبه) ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، نوموړی به تر ۲۰۳۶ م کال پورې په واک کې پاتې شي.

ولادیمیر پوتین له تېرو دوو لسیزو راهیسې د روسیې واکمن دی. دی ۶۸ کلن دی او د اوسني قانون پر اساس به تر ۸۳ کلنۍ پورې د روسیې ولسمشر وي.

په روسیه کې د ولسمشرۍ دوره شپږ کلنه ده.

په ۲۰۰۸ م کال د دې لپاره چې پوتین د روسیې د اساسي قانون پر اساس د درېیم ځل لپاره د ولسمشر کېدو اجازه نه لرله، ځان صدراعظم کړ خو واک یې تر خپل ولسمشر دیمیتري میدوېدیف ډېر و.

د روسیې د مخکیني اساسي قانون پر اساس، ښاغلي پوتین حق نه درلود چې د ۲۰۲۴ م کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي خو تېر کال له یوې ټولپوښتنې وروسته د روسیې د انتخاباتو نوی قانون د دغه هیواد پارلمان تصویب کړ او اوس د دې پرېکړې پر اساس به پوتین تر ۲۰۳۶ م کال پورې د ولسمشرۍ پر چوکۍ ناست وي.

خو د پوتین منتقدان وايي چې ټولپوښتنه مصنوعي او د پوتین په لاس ترتیب شوې وه.

د انتخاباتو د نوي قانون پر اساس، پوتین حق لري چې دوې دورې نور هم، یعني د ۲۰۲۴ او ۲۰۳۰ کلونو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.