ماسک د غلي د معلومیدا سبب شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98602-ماسک_د_غلي_د_معلومیدا_سبب_شو
زمونږ خبریال وايي په متحده عربي اماراتو کښې د مخ د ماسک په وسیله یوه(۱) عجیبه غله ونیول وشوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 07, 2021 10:15 Asia/Kabul
  • ماسک د غلي د معلومیدا سبب شو

زمونږ خبریال وايي په متحده عربي اماراتو کښې د مخ د ماسک په وسیله یوه(۱) عجیبه غله ونیول وشوه .

د متحده عربي اماراتو یوې (۱)میرمنې وویل زما په کور کښې یوې ښځینه کارکونکي په پرله پسې غلاګانې  کولې او د هغې دغه غلاګانې هغه وخت معلومې شوې کله چې د کور مالکې خپل ماسک چې ډيرښکلی دی او انځورونه ورباندې جوړ شوي دي په کور کښې د کار کونکي میرمنې په کوټه کښې ولید .

د متحده عربي اماراتو دغه میرمنې وویل کله چې ما د ماسک په هکله له هغې پوښتنه وکړه نو هغه وارخطا شوه خو وروسته یې وویل چې دغه ماسک تا ماته راکړی  دی .

د متحده عربي اماراتو د کور مالکې وویل چې ما په خپل کور کښې کار کونکي ته هیڅ ماسک نه و ورکړی او ما د نوموړي میرمنې د کوټې تلاشي واخیستله نو زما موبائیل ټیلي فون ، ايي پیډ ، ځینې زیورات ، ګرانبیه چشمې او نور شیان د هغې له کوټې پیدا کړې .

د متحده عربي اماراتو میرمنې پولیسو ته شکایت وکړ او پولیسو هغه میرمنه چې غلا یې کړي وه ونیوله .