ماسک د غلي د معلومیدا سبب شو
زمونږ خبریال وايي په متحده عربي اماراتو کښې د مخ د ماسک په وسیله یوه(۱) عجیبه غله ونیول وشوه .
د متحده عربي اماراتو یوې (۱)میرمنې وویل زما په کور کښې یوې ښځینه کارکونکي په پرله پسې غلاګانې کولې او د هغې دغه غلاګانې هغه وخت معلومې شوې کله چې د کور مالکې خپل ماسک چې ډيرښکلی دی او انځورونه ورباندې جوړ شوي دي په کور کښې د کار کونکي میرمنې په کوټه کښې ولید .
د متحده عربي اماراتو دغه میرمنې وویل کله چې ما د ماسک په هکله له هغې پوښتنه وکړه نو هغه وارخطا شوه خو وروسته یې وویل چې دغه ماسک تا ماته راکړی دی .
د متحده عربي اماراتو د کور مالکې وویل چې ما په خپل کور کښې کار کونکي ته هیڅ ماسک نه و ورکړی او ما د نوموړي میرمنې د کوټې تلاشي واخیستله نو زما موبائیل ټیلي فون ، ايي پیډ ، ځینې زیورات ، ګرانبیه چشمې او نور شیان د هغې له کوټې پیدا کړې .
د متحده عربي اماراتو میرمنې پولیسو ته شکایت وکړ او پولیسو هغه میرمنه چې غلا یې کړي وه ونیوله .