امریکا باید د ایران پرضد بندیزونه پاې ته ورسوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98696-امریکا_باید_د_ایران_پرضد_بندیزونه_پاې_ته_ورسوي
تسنیم خبري اژانس وايي د چین د خارجه وزارت ویاندې هوا چونینګ په سمدستي ډول د ایران پرضد د امریکا د ټولو یواړخیره بایکاټونو د ختمولو غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2021 00:52 Asia/Kabul
  • امریکا باید د ایران پرضد بندیزونه پاې ته ورسوي

تسنیم خبري اژانس وايي د چین د خارجه وزارت ویاندې هوا چونینګ په سمدستي ډول د ایران پرضد د امریکا د ټولو یواړخیره بایکاټونو د ختمولو غوښتنه وکړه .

هغې پرون په یوه (۱) پیغام کښې ټینګار وکړ امریکا باید له کوم شرط پرته اټومي تړون ته ورستنه شي او په دې زمینه کښې د ایران پرضد ټول بندیزونه ختم کړي او په داسې بڼه کښې ایران هم متقابلا اټومي تړون ته خپله پاې بندۍ له سره پیلوي .

په عین حال کښې په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د چین استازي وانګ چون په ویانا کښې د اټومي تړون د ګډې غونډې له ختمیدا وروسته خبریالانو ته وویل ټول لورو خپل اختلافات کم کړي دي او مونږ د اټومي تړون د ژوندي کیدا لپاره د اجماع د سوکه سوکه د تحقق کتونکي یوو .