د چاډ ولسمشر وفات شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99226-د_چاډ_ولسمشر_وفات_شو
د افريقائي هېواد چاډ فوځ په يوې وسله واله نښته کښې د دغه هېواد د ولسمشر له زخمي کېدو وروسته د مړينې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 01:04 Asia/Kabul
  • د چاډ ولسمشر وفات شو

د افريقائي هېواد چاډ فوځ په يوې وسله واله نښته کښې د دغه هېواد د ولسمشر له زخمي کېدو وروسته د مړينې خبر ورکړ.

د الجزير ټي وي چېنل د رپوټ له مخې د چاډ فوځ اعلان وکړ د دغه هېواد ولسمشر ادريس ډېبي چې وسله ايزه نښته کښې ژوبل شوے ؤ وفات شو.

دا په داسې حال کښې دي چې د چاډ د انتخاباتو د ملي کمېشن مشر وړمه ورځ د دغه هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو د وړومبنيو رسمي نتائجو په اعلانولو سره وويل، ادريس ډېبي په انتخاباتو کښې په کاميابۍ سره د ولسمشرۍ د شپږمې دورې لپاره ولسمشر وټاکل شو.

ادريس ډېبي د ۱۹۹۰ کال په دسمبر کښې د چاډ د مخکيني ډېکټاټورحسېن حبري په خلاف د فوځي کودتا له لارې اقتدار ته اورسطد او د خپل اقتدار په ساتنې او د دغه هېواد په اساسي قانون کښې د يو لړ بدلونونو په راوستلو سره د 1996، 2001، 2006 او 2011 کلونو کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې کامياب شوےؤ.

په اوس حال کښې د چاډ هېواد فوځ د حکومت واګې په لاسو کښې اخېستې دي.