ترکیې کښې د افغانستان د سولې کانفرنس وځنډید
اناتولي خبري اژانس وايي د ترکیې د باندنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د کانفرنس ځنډیدل تائید کړل .
د ترکیې د باندنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل د افغانستان د سولې کانفرنس چې ټاکل شوی و د اپریل د میاشتې په څلرویشتمه (۲۴) نیټه په استانبول کښې پیل شي له روژې وروسته وخت ته ځنډول شوی .
هغه د کانفرنس د ځنډیدا د علت په هکله وویل ټاکل شوي وه امریکا له طالبانو سره د موافقې پراساس په دغه نیټه په کامل ډول له افغانستان څخه عسکر وباسي او ټول باوري وو چې د ترکیې په کانفرنس کښې به موافقه وشي خو دغه اسان کار نه و .
د ترکیې خارجه وزیر ټینګار وکړ په افغانستان کښې د ناټو له غوڅ ملاتړ څخه د وتلو لپاره د امریکا په فیصلې سره د افغانانو ترمینځ د خبرو اترو بهیر او په تیر کال کښې په قطر کښې د طالبانو او د واشنګټن ترمینځ لاسلیک شوي موافقه حساس پړاو ته ورننوتلي ده .
هغه وویل له افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو لپاره د امریکا له فیصلې وروسته ضروري نه ده چې بیړه وکړو او زیاته یې کړه چې د کانفرنس ځنډیدل به د پلاویو د جوړیدا او د تدارک د پړاونو له نظره ګټور وي .
امریکا د استانبول د کانفرنس د ترسره کیدا په درشل کښې وویل له افغانستان څخه د خپلو عسکرو ایستل د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې تر یولسمې (۱۱) نیټې پورې ځنډوي او له هغه وروسته طالبانو وویل تر هغه وخته چې خارجي عسکر په افغانستان کښې وي او د سولې په هیڅ غونډې کښې به ګډون ونکړي .