د بندیزونو بشپړه ختمول د اټومي خبرو د بریالیتوب رمز دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99242-د_بندیزونو_بشپړه_ختمول_د_اټومي_خبرو_د_بریالیتوب_رمز_دی
شین هوا خبري اژانس وايي ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي او سفیر وویل د ټولو بایکاټونو لغو کول د ایران د اټومي موافقې د ژوندي کیدا لپاره د اوسنیو خبرو اترو د بریالیتوب رمز دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 21, 2021 06:36 Asia/Kabul
  • د بندیزونو بشپړه ختمول د اټومي خبرو د بریالیتوب رمز دی

شین هوا خبري اژانس وايي ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي او سفیر وویل د ټولو بایکاټونو لغو کول د ایران د اټومي موافقې د ژوندي کیدا لپاره د اوسنیو خبرو اترو د بریالیتوب رمز دی .

وانګ چون دغه څرګندونې پرون د چین د فرانسې د جرمني د روسیې د انګلستان او د ایران په ګډون سره د اروپايي اتحادیې د خارجي اقدام د سرویس د سیاسي چارو د مدیر او د مشر د مرستیال انریکه مورا په مشرۍ د اټومي تړون د ګډ کمیسیون په وروستۍ غونډې کښې له ګډون کولو وروسته وکړې .

په ملګروملتونو کښې د چین دائمي استازي او سفیر وانګ چون زیاته کړه پییکینګ اټومي تړون ته د امریکا د ستنیدا لپاره د اټومي چارو او د بندیزونو د ختمولو د دوو (۲)کاري ډلو له لارې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د کوټلیو خبرو اترو او د دغه تړون په کامل او اغیز شیندونکي ډول د اجرا کیدا هرکلی کوي .

له دې مخکې هم چین اټومي تړون ته د امریکا بیرته ورستنیدل د سیمې د کړکیچ د حل یوازنۍ لاره بللي وه چې د واشنګټن دغه اقدام د سیمې له ثبات او امنیت سره مرسته کوي .

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي په اتلسمه (۱۸)نیټه په یواړخیزه او غیر قانوني ډول له اټومي تړون ووت او د ایران پرضد یې اټومي بندیزونه له سره پیل کړل .

د ټرمپ دغه اقدام له پراخو نړیوالو او کورنیو نیوکو او غندنو سره مخ شوی و .