د ایټالیا ښاریز کار نه کاوه خو معاش یې اخیست
زمونږ خبریال وايي د ایټالیا یوه(۱) ښاریز چې پینځلس (۱۵)کاله یې کار نه و کړی او بیا یې هم معاش او تنخواه اخیستله له پینځلسو (۱۵) کلونو وروسته ونیول شو .
د ایټالیا هیواد په دغه ښاریز «سلواټور» باندې د دوکې د ورکولو ، د رشوت اخیستلو او له خپل واک څخه د ناجایزې ګټې د اخیستلو په شمول نور تورونه هم شته .
د ایټالیا پولیسو وویل ښاریز سلواټور په پګلانسي روغتون کښې نوکر و خو هغه له دوه زره پینځم (۲۰۱۵) میلادي کال څخه د روغتون مخ نه دی لیدلی .
خو بیا هم د ایټالیا دغه ښاریز له تیرو پینځلسو (۱۵) کلونو راهسې معاش او تنخواه ترلاسه کوله چې ټول ټال اوه لکه(۷۰۰۰۰۰) امریکايي ډالره جوړیږي .
د ایټالیا دغه ښاریز چې کار ته نه تله او معاش یې ترلاسه کاوه نیمايي معاش خپل یوه(۱) سوپروایزر ته ورکاوه چې هغه په چپتیا سره د هغه حاضري ولګوي .