صهیونیسټي وحشي رژيم  خپلې وروستۍ سلګۍ  اخلي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99966-صهیونیسټي_وحشي_رژيم_خپلې_وروستۍ_سلګۍ_اخلي
استکباري  سرغنې  او دهغوي سیمه ایز تالی څټي دې پوهه شي ، چې نور  د دوي ملاتړونه ، د  جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم  ژوند چې  وروستۍ سلګۍ اخلي بیرته ژوند نشي ورکولی  او پوهه دې شي ،  له دغه جنایتکار رژيم سره  داړیکو دعادي کولو پلان به  له رسوائۍ  اوذلته پرته بل هیڅ ګټه ورنه کړي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 07, 2021 07:26 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي وحشي رژيم  خپلې وروستۍ سلګۍ  اخلي

استکباري  سرغنې  او دهغوي سیمه ایز تالی څټي دې پوهه شي ، چې نور  د دوي ملاتړونه ، د  جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم  ژوند چې  وروستۍ سلګۍ اخلي بیرته ژوند نشي ورکولی  او پوهه دې شي ،  له دغه جنایتکار رژيم سره  داړیکو دعادي کولو پلان به  له رسوائۍ  اوذلته پرته بل هیڅ ګټه ورنه کړي .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی ، په قم کې یوه ستر دیني مرجع آیت ا.... حسین نوري همداني بیګا د قدس  دنړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې  ددې خبرې په کولو سره چې  قدس د اسلامی نړۍ  دزړه ټوټه  او اسرائیل  دسیمې یوه سرطاني دانه ده ،وئيلي دي ، صهیونیسټي رژيم  دخپل ژوند وروستۍ سلګۍ اخلي .

 هغه په دغه پیغام کې وئيلي دي ،پر درستو مسلمانانو واجبه  او لازمه ده  له دغه ناروا او وحشي ډوله رژیمه  خپله کرکه  او نفرت  نندارې ته وړاندې کړي  او  له قدس شریفه ملاتړ وکړي  او لازمه ده  دنړۍ  آزادي غواړي ملتونه  په پیوستون او اتحاد سره  دصهیونیست وحشي رژيم  ژوند پاي ته ورسوي  او  دفلسطین د ولس  پخپلو رایو سره  یو تکیه لرونکی خپلواکه حکومت جوړ کړي . 

د تقلید دغه ستر مرجع  زیاته کړې ،  استکباري  سرغنې  او دهغوي سیمه ایز تالی څټي دې پوهه شي ، چې نور  د دوي ملاتړونه ، د  جنایتکار او وحشي صهیونیسټي رژيم  ژوند چې  وروستۍ سلګۍ اخلي بیرته ژوند نشي ورکولی  او پوهه دې شي ،  له دغه جنایتکار رژيم سره  داړیکو دعادي کولو پلان به  له رسوائۍ  اوذلته پرته بل هیڅ ګټه ورنه کړي .